تيزابي باران «ACID RAIN»

فضل الدين احسان

د ژوند د پيل څخه تول انسانان طبعي منابع استعمالوي او د طبعي منابعو څخه ګټه اخلي چې  د انرژي د مختلفو منابعو څخه د ګټې اخستنې په نتيجه کېد ښه ژوند تيريدو لپاره د ژوند اسانتياوېځانته برابروي خو له يوې خوا څخه دغه ډول پرمختګ زمونږ ژوند اسانه کړی او د بله اړخه ددغو منابعو د استعمال په نتيجه کې په چاپيريال کې مختلف ډوله ضرر لرونکي اجسام خپريږي. تيزابي باران په خاص ډول ډيمونه، ويالې، خوړونه، ځنګلونه او هغه حيوانات او نباتات چې په دغه ايکوسيستم کې ژوند کوي متاثره کوي.

باران د انسانانو او نورو حيواناتو لپاره يو ډير مهم جز ګڼل کيږي. اوبه د باران پواسطه جوړيږي چې د ژونديو موجوداتو ژوند يې د ځمکې په قشر کې ممکن کړی همدارنګه باران په طبعي ډول سره تيزابي ده خو د باران دغه تيزابيت دهغو ککړتياوو پواسطه اضافه شوی کوم چې د کورونو، فيکټريو، د بريښنا جوړولو دستګاوی او موټری پواسطه اتوموسفير ته ازاديږي، ځکه دغه ککړتيا له ځان سره تيزابي عناصر لري نو ځکه مونږ دغه اصطلاح د تيزابي باران په نامه يادوو. داسی نه ده چې تيزابي باران د ۳۰ يا ۲۰ کلنې موضوع ده  بلکې تيزابي باران تقريباً ۱۰۰ کالني موضوع شميرل کيږي . د څو کلونو راپديخوا کله چې د نړئ صنعتي کيدل شروع شوی په اتوموسفير کې د ککړونکو عناصر اندازه زياته شوې ده چې د نړئ ټولې برخې يې ککړې کړې او د ککړتياوو تاثيرات يې د نړئ په ټولو قومونو يوشان دي . تيزابي باران هغه جوړيږي کله چې د بريښنا د جوړولو په وخت کې د کويلا د استعمال څخه او د تيزابو د ويلی کولو په وخت کې او همدارنګه په موټرو کې د تيلو د سون څخه ککړونکي عناصرهوا ته خوشي شي او کله چې دغه ککړونکي عناصر لکه  سلفر او نايتروجن اوکسايد هوا ته د مختلفو منابعو څخه خارج شي نو په هوا کې د باد د جرياناتو پواسطه په سلګونو ميله فاصله طۍ کوي او دغه ککړونکي ګازات په هوا کې د وريځې ترڅنګ ځای نيسي چې په اخره کې سلفر په سلفر ډاي اوکسايد او بيا په سلفوريک اسيد بدليږي او همدارنګه نايتروجن اوکسايد په نايتريک اسيد بدليږي، د تيزابي باران عمده اسباب هغه کويله کوم ده چې په ماشينونو، فابريکو، کورونو کې سوځول کيږي او هغه تيل کوم چې په عراده جاتو کې سوځول کيږي.د بريښنا جوړولو دستګاوې او فابريکې په زياته اندازه سلفر اوکسايد خارجوي او موټرې په زياته اندازه نايتروجن اوکسايد هوا ته ورکوي، د ولکانونه د راغوټيدو په وخت کې هم يوه اندازه سلفر اوکسايد خارجيږي. عموماً د ښارګوټو هوا په زياتی اندازی سره مضره ککړونکي لري لکه د نيو ډيلي ښار په نيستئ سره  هره ورځ ۱۴۰۰ نوي موټر سرک ته  راوباسي يعني اضافه کوي نو همدا علت ده چې په اسيا کې د هوا د ککړتيا له امله  هر کال دوه ميلونه انسانان مړه کيږي.

تيزابي باران ته اسيدي ډيپوزيشن(Acid Deposition)هم وايي يعنې دغه اصطلاح د تيزابي باران هغه شکل ته استعماليږي چې ځمکې ته د د واوری په شکل راښکته شي چی دوه ډولونه لري.

  1. Wet Deposition:

د تيزابي باران هغه ډول ده چې د شبنم او واوری په بڼه وي. کله چې تيزاب د لمده هوا لرونکې ساحې په اتوموسفير کې خپاره شي نو تيزاب ځمکې ته د باران، واوری ، شبنم او لړې په شکل راښکته کيږي. دغه تيزاب اوبو ته ځي او د حيواناتو او نباتاتو مختلفې نوعې متاثره کوي او له منځه يې وړي.

  1. Dry Deposition:

هغه ساحې کوم چې وچ موسم لري نو په اتوموسفير کې يې تيزاب د ګردوغبار او دود سره يوځای ځمکې ته راځي او په ودانيو، کورونو، موټرو او ونو پورې سريښ کيږي، دغه تيزابي ذرات له دغو ساحو څخه د باران د اوبو پواسطه وينځل کيږي او اوبو ته ځي چې تقريباً نيم تيزابي ذرات له هوا څخه ځمکې ته د تيزابي باران د ګردوغبار او دود په شکل راښکته کيږي.

د تيزابي باران اسباب:

تيزابي باران طبعي منابع هم لري لکه د ولکانونه خوټيدل خو په خاص ډول د تيلو او سون موادو د سوځونې څخه کله چې سلفر ډاي اوکسايد او نايتروجن اوکسايد خارج شي تيزابي باران جوړوي. کله چې دغه ګازات اتوموسفير ته خوشي شي دوي د اکسيجن، اوبو او نوروګازاتو سره تعامل کوي کوم چې د پخوا څخه په هوا کې شتون لري چې په نتيجه کې په اتوموسفير کې سلفوريک اسيد، امونيم نايتريت او نايتريک اسيد جوړوي وروسته دغه تيزاب په هوا کې د باد په مرسته يوه پراخه ساحه نيسي چې په نتيجه کې ځمکې ته د تيزابي باران يا د باران په بله بڼه را وريږي.

تيزابی باران د لومړي ځل لپاره Robert Angus Smith  لخوا په ۱۸۵۲ ميلادي کال کې مطالعه شوی دی په هغه وخت کې نوموړي د انګلستان په مانچشسټر کې د تيزابي باران او اتوموسفيري ککړتيا ترمنځ ارتباط مطالعه کړ خو د ۱۹۶۰ کال پوری دغې موضوع د خلکو خاصه توجه نه وه. کله چې په ۱۹۷۰ کال د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې د انګلستان په New Hampshireساحهکې دHubbard Brookيو ازمايښت شوی ځنګلمشګلات په اړه يو راپور نشر کړو نو د خلکو توجه يېزياته نو هماغه وو چې ۱۹۷۲ کال کې د تيزابی باران اصطلاح اختراع شوه.

د تيزابي باران اغيزې:

د Hubbard Brook د ځنګل د مطالعې څخه وروسته د تيزابي باران زياتې اغيزې په طبعي او مصنوعي محيطکې مطالعه او کشف شوې او هم يې وښودله چې د اوبو محېط په واضحه توګه سره د تيزابي باران پواسطه متاثره کيږي ځکه د تيزابي باران دواړه ډولونه په مستقيم دول سره د اوبو محيط ته داخليږي او همدارنګه ځنګلونو، سرکونو، ډيمونو او خوړونو ته هم جريان پيدا کوي چې په نتيجه کې د وچې او اوبو دواړو ژونديو موجودات متاثره کوي .

د تيزابي باران اغيزې د انسانانو په روغتيا باندې :

د تيزابی باران څرګنديدل، احساس او خوند کټ مټ د خالص باران په بڼه دی او د تيزابي باران تاثيرات په انسانانو مستقيم نه دي . په تيزابي باران کې تګ راتګ يا په تيزابي ډيم يا جهيل کې لامبو وهل تر هغه ډير خطرناک نه دي کوم چې په خالص باران کې تګ راتګ او په خالص اوبه لرونکي ډيم کې لامبو وهل کيږي. سره له دی هغه ککړونکي چې د تيزابي باران سبب ګرځي لکه سلفر ډای اوکسايد(SO2) او نايتروجن اوکسايد (NOX)د انسان روغتيا ته ضرر رسوي .

دغه ګازات په اتوموسفير کې تعامل کوي او د سلفټ او نايتريت کوچنۍ اجزاوې جوړوي چې د باد پواسطه ډير فاصله طئ کولای شي او د تنفس پواسطه د خلکو سږو ته داخليږي او هم کيدای شي چې دغه کوچني ذرات د ودانيو او کورونو دننه داخل شي . اکثره سيانسدانانو د مطالعو په اساس وښودله چې د ککړونکو عناصر يا تيزابي عناصر زيات تنفس په ماشومانو کې د برانشيت ( د سرې مرئ د نلو د التياب) ناروغۍ او تنفس تنګي ناروغيو پواسطه مړينه مړينې سبب ګرځي  او ورسره د نورو تنفسي ناروغيو عامل هم همدا کوچني ذرات دي.تيزابي باران په کوچنيانو کې ډير زيات ضرر لرونکي دي.

د تيزابی باران زيانونه يواځي مستقيم نه دي يعنې دا کله چې تيزابي باران په هغه ميوه جاتو يا سبزيجاتو چې په باغ يا په بازارکې وی ووريږي نو تيزابي عناصر په دغه خوراکي توکو پورې کيږي که چيرې په صحيح دول سره پاک نه شي نو د تغذيې د لارې د انسان بدن ته داخليږي او په انسانانو کې د سږو،دماغي ، زړه او نورو ناروغيو سبب ګرځي.

د تيزابي باران اغيزې په ونو باندې :

تيزابي باران نشي کولای چې مستقيماً په نباتاتو اغيزه وکړي ددې په ځای چې د نباتاتو پاڼې متاثره کړي ، د غذائي موادو اندازه يې کموي ، نبات زخمي کيږي او نبات کمزوری کوي چې په نتيجه کې نبات مړ کيږي همدارنګه نور ککړونکي لکه اوزن ګاز هم کولای شي چې نباتات متاثره کړي خو هغه نباتات زياتره نشي متاثره کولای په کومو نباتاتو کې چې کرنيزې عمليې اجرا شوې وي ځکه دغو نباتاتو ته د دهکانانو پواسطه سره ورکول کيږي چې ترڅو د غذائي موادو د کمبود سره مخ نشي .

د تيزابی باران اغيزې په ځنګل باندې:

په دې څو کلونو کې ساينسدانانو، ځنګل پوهانو او نورو پوهانو دا معلومه کړې ده چې د ځينو ځنګلونو کراره وده ، د پاڼو رنګ نصواري کيدل او غورځيدل ، په زياتره وخت کې د ځنګل دننه ساحه کې د ونو مړينه بغير د کوم علت څخه ډير واقع کيږي چې ددغو پيښو يواځنئ علت تيزابي باران دې کله چې د ځنګل په ونو ووريږي نو د ځنګل د ونو پاڼې ، ساقې او نورې برخې زخمي کوي چې په نتيجه کې ونه له مينځه ځي.

د تيزابي باران اغيزې د تعميراتو په تيږو او منارو باندې:

تعميرات او منارې ددوامداره کلکوالي لپاره د ماربل او اهاکو ډبرو څخه جوړيږي چې دغه ډبرې په خپل جوړښت کې کلسيم کاربونيتCaCo3)( او مختلفې کرستلي بڼه لري . د اهاکو ډبرې چې کوچنئ کرستلي وي او په سطحه باندې ډير سوري لري په ډيره پراخه پيمانه د تعميراتو په جوړولو کې استعماليږي. ماربل چې غټې کرستلي وي او په سطحه واړه سوري لري او زياته ځلا لري نو ځکه د مجسمو او منارو په جوړولو کې استعماليږي.تعميرات او د تعميراتو د پاسه منارې د ماربل او اهاکو ډبرو څخه جوړې شوې دي چې په تدريجي ډول سره د تيزابي باران پواسطه تخريب کيږي. کلسيم کاربونيټ او سلفوريک اسيد چې د تيزابی باران لومړني عناصر دي د تعامل په نتيجه کې کلسيم خپل د اوبو ايون د لاسه ورکوي او د اوبو د جريان سره يوځای جريان پيدا کوي.

CaCO3+H2SO4→Ca+SO4+H2O+CO2

دغه مرحله د تعمير يا منارې په سطحه واقع کيږي ځکه نو تيزابي باران په ډير اساني سره د تعمير او منارې سطحه تخريبوي خو په عمومي ډول سره د تعمير ساختماني کلکوالی نه متاثره کوي ددې تخريب د باران د تيزابيت پورې اړه نه لري بلکې په هغه سيمو کې چې تعمير يې ډيره اندازه د اوبو د جريان څخه پټ وي کم متاثره کيږي او هغه تعميرات چې د اوبو جريان پرې زيات وي د تيزابي باران پواسطه ډير متاثره کيږي. کله چې د تيزابي باران اوبه وچې شي د اوبو حل شوي ايونونه په همدې ځاي کې پاتې کيږي کله چې دتيزابي باران د اوبود محلول کلسيم او سلفټ ايونونه وچ شي دغه ايونونه د ګچ په شکل کرستل کيږي چې ګچ په اوبو کې ډير په اسانئ سره د حل کيدو وړ دي نو په اسانئ سره حل کيږي  او که په دغه ساحه  باندې سخت باران وشي نو د همدې سطحې په يوه ځاي کې راغونډيږي کوم چې هغه سطحه د تخريب څخه ساتي او ګردوغبار ، د کاربن ذرات او نور ککړونکي ځانته جلب کوي او دغه ساحه تور رنګه کوي چې په نتيجه کې ډيره بده ښکاري.

د تيزابي باران حل او ځواب:

  • بغير د ضرورت څخه کمپيوټر ، څراغ او د کور نور اسباب بايد استعمال نه شي او د نه استعمال په وخت کې بايد بند شي.
  • د باکيفيت انرژي لرونکي اسباب استعمال لکه چراغ، ايرکنډيشن، هيټر، فريج، د جامو وينځلو ماشين او نور شي.
  • برقي اسباب بايد هغه وخت استعمال کړئ کله مو چې ورته ضرورت وي.
  • دولتي ټراسپورټ بايد استعمال شي خو بهتره ده چې کدم ووهل شي او يا په باي سايکل سره خپلې وظيفې يا بازار ته لاړ شئ.
  • بايد هغه موټر استعمال کړئ کوم چې نايتروجن اوکسايد ګاز کم توليد کړي.
  • بايد هميشه باخبر اوسی.


2 تبصرې

  1. (محمد عبدالله)

    مهمه خبره همدا ده چی خلک ورته متوجه ندی او دا پرمختګ(شاتګ) تر اسانتیاوی یی تباهی دیره منځ ته راوړی ده او عام انسانان یی په رنګارنګو مشکلاتو او مرضونو اخته کړی او ددنیا دتباهی او بربادی سبب شوی دی که مونګ ددی زمانی ژوند د ۱۰۰ یا ۲۰۰ کلونو مخکینی ژوند سره پرتله کړو نو عمومی تغیر او بدلون خو خکاری اما که متوجه شو نو مشکلات کم شوی ندی خپل شکل ته تغیر ورکړی تکلیفونه لا دیر شوی دی همدا ددجال او شیطان د (ک ف ر) لخکر کمالات او خدمتونه(خیانتونه) چی دنیا تباهی ته رسولی دی که مونږه غواړو پدغه حقیقت پوی شو نو باید د نن صبا مصنوعی او په برقی او
    مصنوعی انرژی الاتو متکی ژوند د ۱۰۰ یا ۲۰۰ کالو مخکی دانسانانو طبعی ژوند سره مقایسه کړو نو پوهیدای شو چی د تیری ۲۰۰ کالو را پدیخوا انسانان د پرمختګ او تمدن په نوم کومو تباهیو طرف ته روان شوی او داسی یو بند موړ ته رسیدلی چی مخی ته یی دتباهی څخه علاوه بل سه نه خکاری پدغه طریقه چی اوس خلک روان دی چی څومره نور مخته ځی هغومره تباهی ته مخامخ کیږی او بیرته ګرزیدل هم ورته ناممکن خکاری کالانه تقریبا ۲ ملیونه انسانان دموترونو دوحشتناکو اکسدنتونو په سبب وژل کیږی یعنی تقریبا هره ورځ دنیا کی ۵۵۰۰ انسانان وژل کیږی همداسی د ۲۰ څخه تر ۵۰ ملیونه انسانان هر کال دموترونو دتکر په سبب زخمی کیږی نو پدغه حساب تر یو لک او لس زرو دیر انسانان هره ورز دموترونو دتکر په سبب زخمی کیږی چی دا دیر زیاد تلفات او تاوانونه خیی اصلا رب العالمین دانسانانو لپاره کوم دسورلیو لپاره حیوانات پیدا کړی وو چی زرګونه کلونه بی تکلیفه د انسانانوخدمت وکوو هغه هیسکله اکسدنت نکوو او لوګی یا مضر مواد هم نه تولیداوو د هغه حیواناتو خوشایی هم ځمکی او طبیعت ته ګته رسوو حالانکی ددی موترونو اونورو فابریکو لوګی کالانه د ۵ ملیونو انسانانو د رنګارنګو مرضونو او دمرګ سبب کیږی همداسی دهغه حیواناتو چی الله ج زمونږ انسانانو دسورلی لپاره پیدا کړی وو لکه اسونه اوخان خری قچری هیڅ کمپنی او کارخانی ته ضرورت نه درلود خپله تولید نسل کوو او له دی سره دانسانانو او دولتونو په منځ کی داقتصاد تعادل تر یوی اندازی پوری برابر وو اوس خو تول قوت د یوی دجالی او کفری یهودی لخکرو په لاس دی اکثر مضر مصنوعیات ددوی لاس لاندی دی او توله دنیا دوی ته محتاج دی که همدا اسباب نه وای نو دوی په دومره پراخه کچه انسانیت ضد پروګرامونه مخته نشوای وړی همدا اسباب ددی لویو لویو دوامداره جنګونو او دعام وخاص حق وناحق وژنی سبب شوی دی اتومی کیمیاوی بیولوژیکی وسلی لیزری او غیر لیزری بیپیلوته او پیلوت داره الوتکی دانسانانو جمعی وژونکی بمونه تانګونه دا تول دهمدی تمدن اصلی لاسته راوړنی دی نور خو دژوند له نظره که وګورو سل کاله حتی ۶۰ او یا کاله مخکینی خلک په مقایسه دنن صبا دیر صحتمند خلک وو اب وهوا خه وو اوس ګلوبل وارمنګ ددنیا دتودوخی ددرجی ګدودی وچکالی دواوری او بارانونو نشتوالی دسیلاابونو اوطوفانونو دیر والی همداسی هغه خوراکونه طبعی فایده مند وو اوس خو هغه چرګانو څخه هم فارمی ی ددوا (استراید) په زور غت کړی چی تول مضر دی همداسی توله دنیا په مرداری ګد شوی ده د نړی تول اختیار دیوی دجالی دلی په لاس چی هغه اکثرا یهودان دی رسیدلی ځکه چی تولی کمپنی او تولید کونکی کارخانی ددوی دی او همدا ددجال ملګری ددجال په ملګرتیا غواړی دا دنیا په مکمله توګه تر خپل کنترول لاندی راولی او دوی دهمدی اسبابو په واسطه دغه کار کولو ته نږدی شوی دی خو انشاالله ددوی ناکامی په برخه ده او ددوی دا دروشنفکری (illuminati) پرمختګ مادیات پرستی او ددجالیت تاوانونه نور ورځ تر بلی خلکو ته بربندیږی
    اوس رازو یو نظر د همدی اسبابو اولنی مخترعینو او بنست ایخودونکو باندی یو نظر اچوو چی ایا دوی رحمانی خلک وو یعنی دخلکو دخدمت لپاره دا کارونه کول یا شیطانی خلک وو دخلکو دشر او تاوان لپاره دا کارونه کول
    دبرق مخترعینو څخه بنجامین فرانکلین (binjamin franklin) چی خپله مشهور فریمیسن غړی وو دامریکا دحکومت د بنست ایخودونکی څخه هم وو چی ددی خبیث عکس د ۱۰۰ دالرو په نوت هم شته انوشتین نیوتن او (jack parsons) کوم چی دستلایت لپاره دراکتونو په مخترعینو کی راځی او همدا خپله اقرار کوو چی ددجال لپاره کار کوی همداسی دی دتور جادو څخه استفاده کوو همداسی ددوی ارتباط او یا غړیتوب د illuminati په اصطلاح روشنفکری(تاریک فکری) ګروپونو او یا هم فریمیسن او شیطان پرستانو او زایونستانو سره حتمی دی او نور ددوی اصلی هدف د( one world order) یعنی یو نړیوال دجالی دولت جوړول چی ددجال په سربراهی او دیهودانو په ملګرتیا دهغه دجوړولو لپاره د څو پیړیو را پدیخوا عملا کوشش روان دی چی ددوی په ګمان همدی هدف ته اوس دوی نږدی شوی دی نه یوازی دا خلک بلکی ددنیا په قدرت کی ناست اکثره رییس جمهوران دفوج مشران او دمملکتونو سربراهان دهمدی دجالیانو له جملی وو جورج واشنګتن،هتلر، استالین ،ناپلیون ،قید اعظم، ګاندهی،امان خاین،اتاترک او نور داتول خی او چپ واکداران او سیاست مداران اصلا ددجال پلویان دی

  2. الجاچ استاذ بیانزی

    احساان صاحب ، ژوندی اوسی تاسی ډیری ښی موضع ته ګوته نیولی زه به هم ورسره څه زیات کړم او هغه دا چه :
    لمړی : دا د تیزابی باران جدی اندیښنه شتون لری مونږ یی نتایج عملا خپل زوند او جابیریال کی احساسوو . بی شمیره ناروغی د انسانانو او ټولو زوندی شیانو ته رامخی ته کیږی چه اکثریت یی نوی تر اوسه یی د تداوی او درملنو درک نشته ، سره د دی چه د ساینس او تکنالوژی په برکت هر کال بی شمیره ناروغۍ کشفیږی او څه ناڅه درملنی هم ورته په ګوته کیږی مګر بل کال ته بی شمیره نوره ناروغۍ راڅرګنده شوی وی یعنی د نوو ناروغیو شمیر چه تر اوسه علاج نه لری په سرعت مخی ته روانی دی یو عمده علت یی هم دغه تیزابی باراانونه دی ،
    دوهم : دا خبره به اوس بریږدو چه د ساینس او تکنالوچی زیاته برخه د بشر د ترمیم نه د تخریب د باره کارول کیږی او په دی کار کی مسابقه ده،
    دریم : دا به هم پریږدو چه د الهی نظام او الهی قانون د نه شتون له امله بی شمیره بی نظمی ، بی امنی او بی عدالتی دی د خلکو تر منځ د ګډوډیو له امله هم بی شمیره خلک بیکاره او بی کوره څه چه بی ژونده او بی خونده کیږی .
    څلورم : سربیره په اصلی دسته جمعی وژونکو وسلو او وسیلو چه کیمیاوی وسلی هم پکی ځای لری ، بیالوژیکی وسلی ( یعنی د ناروغیو عوامل یعنی وایروسونه ، بکتریاوی او داسی نور ) په منظمه توګه په ځانګړو پوډری ډول خوندی کوی او بیا یی په مطلوبو سیمو کی د الوتکو به واسطه شیندی ، او کله یی د هغو مطلوبو سیمو په اوبو کی ګډوی او کله یی به کیمیاوی سرو او غذا ګانو کی په ډیر مهارت ګدوی چه اثرات یی په اوږدمهاله وخت کی رامنځته کیږی اوداسی نور .
    پنځم : اخلاقی ککړتیاوی چه افراطی حالت یی هماغه نکاح له منځه وړل او حتی نارینه د نارینه وو او شځی د ښځو سره جنسی قانونی او غیر قانونی اړیکی لرلو چه څومره ناروغی رامنځته کړی اندازه نه لری .
    شپږم : د تولنیزو جوړښتونو ویجاړیدل او په ځای یی ټول خلک د حیواناتو په شان انزوا او انفرادیت ته سوق کولو دخلکو تر منځ انسانی همدردی کمه کړی او په ځای یی استثمار ، کرکی ، فساد او بی ګناه وینی تویدل زیات شوی یعنی د خلکو تر منځ تر اخری کچی بی باوری او بی ننګی شتون لری ، هر یو د نورو څخه د سوی استفاده کولو ( استثمار ولو ) په لټه او څارنه کی دی .
    اووم : نشه توکی : د دی په ځای چه په ګټور درملنو او دواګانو کی د مطلوبو ناروغیو او عملیاتو د پاره وکارول شی د مغز شوی او لیونتوب د پاره کارول کیږی ، دا ټول کارونه چه پورته یاد شول د خلکو له خوا کمه او د نن ورځی د مافیاوی حکومتو په واسطه ترسره کیږی نو څوک به یی مخه ونیسی قاضی او پولیس چه مجرمین شی د جرمونو مخه به څوک او څرنګه ونیول شی محال خبره ده .
    یادونه :
    احسان صاحب ستاسی لیکنه کی :
    لمړی تاسی چه د ګاړو څخه راوتلی ملوثات او زهری ګازاتو یادونه کوی سربیره چه تاسی یاد کړی څه نور دیر مهم او کشنده ګازات مو هیر شوی چه هغه هایدرو کاربن ، کاربن مونو او کاربن ډای اکساید او داسی نور دی کاربن مونو او هایدرو کاربن د زمکی د نزدی ژوندی شیانو او کاربن ډای اکساید او هلوچن ( فلورین و کلورین او داسی نور ) داوزون د لیری کولو د باره موثریت لری یعنی داوزون په لیری کولو د زمکی تودوخه دننه بنده پاتی کیږی او دزمکی دتودوخی درجی د لوړوالی سبب کیږی چه په اوږد مهاله وخت کی هم د اوبو د سطحی د لوړوالی او هم د ډیرو طوفانونو سبب کیږی چه له امله یی د اوپو او وچی ډیر حیوانات له منځه ځی یعنی د اکو سیستم بیلانس له منځه ځی دا لوی بحث دی کشکی مونو به یوه تبصره کی ځای کولو شو کیدی شی په اړه یی کومه لیکنه ولیکو .
    دوهم : یوه کوچنی تصحیح : تاسی لیکلی چه [ کلسيم خپل د اوبو ايون د لاسه ورکوي او د اوبو د جريان سره يوځای جريان پيدا کوي.
    CaCO3+H2SO4→Ca+SO4+H2O+CO2
    فکر کوم دغه معادله کی د کلسیم سره اوبه نشته کاربونیت ورسره دی ، یعنی کلسیمی مالګی د سلفوریک اسید سره چه تیزاب دی تعامل کوی د کاربونیت څخه یی کاربن جلا کیږی کاربن ډای اکساید جوړیږی او د سلفوریک اسید څخه هاید روجن ایون ازادیږی او هغه دهایدروجن ایون د اکسیجن سره تعامل کوی اوبه جوړوی او او څه ازاد د سلفیت او کلسیم هم ورسره جوړیږی ، معمولا هر شی چه سوځی به کاربن ډای اکساید او اوبو بدلیږی او څه ورسره نور ملوثات هم د تعامل برخه وی . یعنی اوبه ایون نه بلکه مرکب او خنثی یعنی مشبوع شوی تړون لری.
    یادونه : نیوکه مو نه ده کړی یوڅه مو ورسره زیات کړی او یو دوه کوچنی تصحیح مو ورسره زیات کړی ستاسی لیکنه ډیر حیاتی اهمیت لری اصلاح یی هم ممکنه او هم ناممکنه ده ممکنه به دی معنی که زمکه کی الهی نظام او الهی قانون تسلط ولری اسانه خبره ده ، او ناممکنتیایی په همدی خاطر چه د زمکی نظام د نړیوالی مافیه په لاس کی د هغوی هدف د نړیوال نفوس کمول دی په بیلابیلو ډولو چه څه یی مونږ مخکی یادی کړی د هغوی سره زور ، زر او تزویر دی د هغوی څخه لمړی ددغه زور زر او تزویر ایستله کول اړین دی کوم چه زمونږ په ژوند کی نه کیدونکی معلومیږی مګر الله چ ته ناممکن نه دی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.