غزل/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

مه رانه ګیله کړه نه ګیله کړمه
تا په نیمه لاره کې ایله کړمه

ما درسره مینه او وفا وکړه
تاپه خپله مینه کې خفه کړمه

نور له کلي ځمه دلته نه اوسم
ځم په تورو غرونو کې به شپه کړمه

مینه د وفا نوم ده خو و نه شوه
مینې د زړګي په رنځ اخته کړمه

مه مې یادوه یادونه هېر مې کړه
زه به دا سبق پوره هفته کړمه

ای بې وفا یاره د هیچا مه شې
زه عاکف به تل درنه شکوه کړمه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.