غزل/ خالق یار احمدزی

خالق یار احمدزی

څو هیلې ژوندۍ شوې افسانه ده دکندوز
روانه ده غزا پرې معرکه ده د کندوز

راښکته شول میدان یو څو ستوري له آسمانه
شروع د فتوحاتو سلسله ده د کندوز

بیا هسک پامیر خوشال دی هندوکش باندې کړي زیري
رپانده وای  په چوک سپینه جنډه ده د کندوز

یوڅوک په ماښامي کې داسې زیری راته راوړي
نن بیا په تورو شپو بله ډیوه ده دکندوز

کابله در روان دي د بورجان غازي سرتیري
لږ پند واخلئ واکمنو!  خاطره ده دکندوز

شیبې د انقلاب دي خالقیاره ځه سنګر ته
فاتح شو طالب جان هسکه شمله  ده دکندوز



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.