د معلم ستر مقام

عبد المالك ” همت “

 د ښوونکي د نړۍ والي ورځي په وياړ

د معلم وستر نامه ته مي سلام دى
په رشتيا چي ستر مقام دى د معلم
زموږ لومړى معلم زموږ ستر پيغمبر دى
اسلام كړى احترام دى د معلم

لكه چي پوهيږو زموږ په خوږه ژبه پښتو معلم ته ” ښوونكى ” وايي. تاسي فكر وكړئ ښوونكى څونه خوږاو وياړلى نوم دى. ښوونكى د جهل د كرغېړنو لښكرو سره د جګړې او مبارزې د ميدان نه پرېښوونكي او تل پر ډګر ولاړ اتل دى. ښوونكى د ناپوهۍ  د منحوس نامه او د هغه د اغېزو له منځه وړونكى او په پوهه او معرفت بدلوونكى دى. ښوونكى د نړۍ د لويو لويو نوابغو، فيلسوفانو، عالمانو، او د رزم او بزم د اورشو د اتلانو روزونكى دى. ښوونكى د كفر د تيارو له منځه وړونكى او د اسلام او قرآن د رڼا خپروونكى دى. او ښوونكى زموږ د زړونو د ټوټو پالونكى، روزونكى او د هغو د راتلونكي سمبالوونكى او نېكمرغه كوونكى دى. نو سر ټيټ كړئ د دې دومره ستر وګړي دومره ستر مقام ته!

د خداى رحمت دي وي پر تا زما د اولاد استاذه
په جنتو كي دي ارواح غواړمه ښاد استاذه
خير دى كه دلته ستا په قدر لږ وګړي پوه دي
خو خداى ته ياد دى ستا درنښت او دا ستا ياد استاذه

د ښوونكي قدر، عزت، درناوى او فضيلت په قرآن، د رسول لله صلی الله عليه وسلم په ويناوو او د اسلامي امت په اجماع ثابت دى.

لوی څښتن سبحانه فرمايي:

﴿شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ﴾[آل عمران : ۳ : ۱۸]

ژباړه: الله پخپله (د دې نړۍ او نورو ټولو کايناتو په ښوولو سره، عملا)  د دې خبري شاهدي ورکړې ده، چي(هغه په خدايي کي يو دى) له هغه پرته بل (په حق سره) خداى نسته(نه په ځمکه نه په آسمان کي). او د ده شاهدي د ملايکو او د (سم او صحيح) علم د خاوندانود شاهدۍ سره پر دې باندي ملګرې سوې ده چي دى په عدل سره (دکايناتو د تدبير او ساتني د چارو) سمبالوونکى دى. نو بې له هغه بل څوک د عبادت وړ نه دى، چي هم (په بشپړه توګه) برلاسى او هم د سمي او لوړي کچي پوهي (حکمت) څښتن دى

بل ځایلوی څښتن فرمايي:

(إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتاً لِلّهِ حَنِيفاً وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ)[النحل: ۱۶ : ۱۲۰]

ژباړه:بې شکه چي ابراهيم (علیه السلام) د نېکيو لارښود او ښوونکی او د خير ښېګڼي ټول خصلتونه پکښي راغونډ سوی وه، تل د خپل پالونکي امر ته په خوښي سره غاړه ايښوونکی وو. (د اسلام په منلو او غوره کولو سره يې له نورو ټولو دينونو څخه مخ اړولی وو) او ګرد سره له مشرکانو څخه نه وو.

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ويلي دي چي په دغه آيت کي (الأمة) د ”معلم الخير“(د ښو او نېکيو د ښوونکي) په معنا دی او (قانت) د ”مطيع“(غاړه ايښوونکي) په معنا دی. (وګورئ: د جامع البيان في تأويل القرآن په نامه د ابن جريرطبري او د بحر العلوم په نامه د فقيه  أبو الليث سمرقندي تفسيرونه).

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«وإِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّمًا»

ژباړه: حقيقت دادی چي زه نړي والو ته د ښوونکي په توګه پاڅول سوی يم.(دغه حديث په ابن ماجه او د احاديثو په ډېرو کتابونو کي روايت سوی دی، ځينو يې اسناد ضعيف بللي دي، خو د احاديثو د نامتو کره کوونکي علامه الباني د وروستيو څېړنو په يايله کي صحيح جوت سوی دی).

نو چي د ښوونكو لومړني مخكښان او سالاران حضرت ابراهيمعليه السلام او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وي تردې به نو د وياړ او عزت خبره بله چيري وي. درودونه دي وي پر ټولو پيغمبرانو او رحمتونه دي وي د اسلام او اسلامي جوامعو پر ټولو مخكنيو او اوسنيو ښوونكو باندي.

د مصر نامتو شاعر امير الشعراء احمد شوقي د ښوونکي په اړه ويلي دي :

قـم للمعــلّم وفّه التّبجيلا ***كاد المعلّم أن يكون رسولاً
أريت أعظم أو أجلَّ من الذي***يبني وينشئ أنفساً وعقولاً

ژباړه: ښوونکي ته په درناوي ودرېږه او په ښه او بشپړه توګه يې تعظيم او تکريم وکړه

نژدې دی چي ښوونکی پیغمبرسي

آيا تا تر هغه چا بل لوی يا ډېر سترشخصيت ليدلی دی

چي د انسانانو روزنه او پالنه کوي او عقلونه او فکرونه رامنځ ته کوي.

دروند ښوونكې !

ستا ننۍ اسكيرلې ورځ او بې وزلي او خواري موږ درك كړې ده. تاته نننۍ وضعي دغه څه درپه برخه كړي دي. خو باور وكړه چي حساس او ويښ زړونه او فكرونه ستا قدر ترهرچا ډېر كوي. نو تاته دغه وياړ بس دى. وايي بازي تر وسه ده. كله چي د اسلام برم هره خوا خپور وو، د معلمانو ډلي ته به يې فقها، محدثين، ادبا او داسي نور ويل. دوى به له معلمۍ څخه اميران او وزيران كېدل. د دوى ځيني به په ديني علومو بوخت وه، او ځيني به په ثفافت او معرفت او نورو ډول ډول علمي چارو لګيا وه. دوى ته به په ډېره درنه سترګه كتل كېدل. دوى به د اسلام امراوو او خلفاوو نازول، د هغو دربارونو ته به يې لار درلودل او د هغو سلاكاران او نديمان به وه. دوى به پردې سربېره چي اميران، وزيران او نديمان كېدل به، د امراوو او سلاطينو په بخششونو به دونه ماړه سول چي يوازي به يې كتابونه پر څلور سوه اوښه بارېدل.

معلمينو او استاذانو ته به يې  ډول ډول خواړه، تدريسي وسايل، كاغذ، قلمونه او د استوګني كورونه او داسي نور برابرول، او پر دې سربېره به يې د سرو زرو په دينارونو ستر ستر معاشونه وركول. وايي چي اسلامي حكامو او شتمنو به پر دې سربېره معلمان د خپلو اولادونو لپاره په كورونو كي هم موْظفول او د دې په بدل كي به يې ډېر شته وركول. چي له دې امله به معلمان خورا شتمن او د ښه ژوند خاوندان سول. د تاريخ الحضارة الاسلاميه په (223) مخ كي چي د بغداد څلورو پياوړو پوهانو ليكلى دى وايي چي:” ډېرو اسلامي خلفاوو او امراوو به د خپلو اولادونو ښوونكو ته ان د مياشتي زر دراهمه چي دا يو ستر رقم دى، د مستريح كور او مكلفي ډوډۍ سره وركول. چي له دې امله به دوى ډېر سوكاله، د ښه ژوند خاوندان او تر نورو لوړ وه.

په هرصورت موږ لوى څښتن  جل جلاله ته دعا او خواست كوو چي زموږ د معلمينو او نورو بې وزلو مامورينو او دې اسكېرلي ولس پرحال ورحميږي او هيواد ته په يوه رشتيانۍ رڼا راوستلو سره دې حالت ته په خپل قدرت او حكمت بدلون وركړي. الهي نن خو زموږ هرڅه وران ويجاړ دي او بې له تا بل هيچا ته د دې ويجاړيو د سمون تمه نه لرو ، نو الهي ته زموږ د دې ورانو او ويجاړو د بيا سمښت لپاره هوښيار، عالمان، زړه سواندي او د همت، جرئت او مړاني خاوندان مشران راپه برخه کړې، آمين.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.