هلمند : خانشين ولسوالي د څلورم ځل لپاره د طالبانو لاس ته پرېوته

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۵ل): طالبان وايي تېره شپه لس بجې يې د هلمند ولايت پر خانشين ولسوالۍ او اړونده مراکزو بريدونه کړي.

د طالبانو ويندوی قاري يوسف احمدي وايي چې د يادي جګړې په پايله کې يې ولسوالي ، امنيه قومنداني ، بازار او يو شمېر پوستې نيولي.

حکومتي چارواکو تر دې دمه د خانشين ولسوالۍ اړوند له رسنيو سره کوم راپورونه نه دي شريک کړي.

خانشين ولسوالي داسي مهال د طالبانو لاس ته لويږي چې پرون سهار طالب ويندويانو مرکز لشکرګاه ته څېرمه د ناوې ولسوالۍ د نيولو تر څنګ د دريو قومندانانو (( شاه سالم ، زمري او محمد امين )) په شمول د ۵۰ نورو امنيتي سرتيرو د وژلو خبر ورکړ.

دا څلورم ځل دی چې طالبان له دولتي ځواکونو خانشين ولسوالي او اړوند مراکز نيسي ، له دې وړاندي لومړی ځل (۲۰۱۵،۱۲،۰۹) ، دوهم ځل (۲۰۱۶،۳،۱۵) او دريم ځل په (۲۰۱۶،۰۷،۳۰) نېټه طالبانو ياده ولسوالي تر خپل واک لاندي راوستلې.

د يادوني ده چې طالبانو د کندوز له جګړې سره هم مهال په هملند ولايت کې هم جګړه تونده ساتلې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.