په همسنګران ګروپ کې څه تیریږي؟

أبوعابد

همسنګران ګروپ په ټولنیزو رسنیو کې د دولتي کرایي مبلغینو مخفي ګروپ دی.چې د حکومتي ویاندویانو او رسنیزو چارو د مسؤلینو لخوا ورته د کابل رژیم په ګټه د تبلیغاتو لپاره هدایات او پروژې ورکول کیږي.

په دې ګروپ کې زیاتره هغه کسان شامل دي چې له دولت څخه د کرایي تبلیغ په مقابل کې معاش اخلي. له همدې امله خو د ګروپ ګډونوال  لیکوال او فیسبوکیان اړ  دي چې په پټو سترګو د هغه څه به اړه رښتیا او دروغ تبلیغ او خپرونې وکړې چې حکومتي چارواکي یې قومنده ورکوي.

ددې ګروپ ګډونوال چې په اصلي او مستعارو نومونو د امنیت شوری، ملي امنیت او نورو حکومتي ادارو د تبلیغاتي پالیسۍ په رڼا کې نشرات کوي.نن له سهاره چې طالبانو د کندز په ښار برید پیل کړی او بیا یې په یوه نااټکله پرمختګ سره دغه ښار ته سقوط ورکړی، د حکومتي ادارو رسمي پالیسي داده چې باید ددغې سترې پیښې له منلو انکار وکړي او ویې نه مني. چې له همدې امله د دفاع وزارت مرستیال ویاند رادمنش هم بی بي سي ته په مرکه کې د کندز د سقوط له  خبر څخه بشپړ انکار وکړ او ویي ویل چې طالبان د ښار په لمن زاخیلو سیمه کې دي او د کندز مرکزي چوک یې نه دی نیولی.

د امنیتي چارواکو د همدې حقیقت پټوونکي پالیسۍ په لړ کې د همسنګران ګروپ مبلغینو ته هم قومنده ورکړل شوې چې په خپلو فیسبوکي نشراتو کې د کندز له نیولو رټ انکار وکړي.

د حکومتي کرایي مبلغینو له همسنګران ګروپ څخه د نفوذي ملګرو معلومات وایي چې نن د دغه ګروپ کرایي مبلغین له خورا سخت او ذلیل حالت سره مخ دي. په ټول فیسبوک کې د کندز د سقوط خبرونه، تصویرونه او ويډیوګانې چلیږي. حتی د هیواد وتلیو ټیلویزوني چینلونو او نړیوالو راډیوګانو د کندز د سقوط خبره منلې ده.مګر د رژیم اجیرو فیسبوکي خیاطانو / همسنګرانو ته ویل شوي چې دوی باید دا خبر په کلکه رد کړي.اوس دوی د خپل معاش او اجرت له امله مجبور دي چې په پوره سپین سترګۍ دروغو ته مخه کړي او لمر په دوو ګوتو پټ کړي نو ځکه به په فیسبوک کې تاسو دوی وینئ چې په بشپړ وقاحت د کندز د سقوط د دروغ ثابتولو لپاره کمپاین چلوي.

د ارګ دغه کرایي خیاطان چې ځیني یې په اصلي نومونو ځان د لوی حیثیت خاوندان هم بولي. مګر په مستعارو نومونو د څوروپیو د پیدا کولو لپاره یې خپل وجدان او حیثیت د حکومتي پرتوګ بایللو چارواکو سره برمته ايښی نن شپه به په ټوله سپین سترګۍ او سرټيټۍ سره د هغه څه په عکس تبلیغات وکړي چې دوی ورباندې باور لري.

دغه د کرایي مبلغین چې څه موده وړاندې یې یو لست هم په فیسبوک کې نشر شوی وو، یوازې ددې لپاره کینول شوي چې د پوشالي رژیم د پت ساتلو لپاره په دروغو او دوه مخۍ یو اړخیز تبلیغات وکړي. دوی په دې برخه کې نه  دین او افغانیت په رسمیت پیژني او نه د سړیتوب او وجدان غوښتنو ته تعهد لري.

له مازدیګر څلور بجو راهیسې د کندز په مرکزي چوک سپین بیرغ رپیږي. طالبان د کندز په مرکزي واټونو ګزمې وهي، د بي بي سي، امریکا غږ او نورو رسنیو خبریالان د سترګو لیدلي حال له مخې وایي چې په کندز طالبان واکمن شوي.طالبان دم په دم د خپلو پرمختګونو ویډیوګانې خپروي او د (زنده باد شیخ هبة الله اخندزاده ) شعار پورته کوي. مګر د همسنګران او ارګ ډالري مبلغینو دواړه پښې د ګلمرجان غوندې په یوه موزه منډلي او وایي چې د کندز سقوط مو والله که راباندې ومانه. دوی وایي دا ټولې ویډیوګانې د تیر کال د سقوط دي.

ټول فیسبوک په یوه خوا روان دی مګر د ارګ د کرایې مبلغین په بله خوا روان دي، دوی خو دا ځل خپل پلویان هم په ځان پورې وخندول چې د څو روپیو لپاره د ذلت او پستې په څومره خوسا او شرمیدلي ډنډ کې پراته دي.

د باطل او دروغو د شرمیدلي سنګر همسنګرانو! همدا ذلت او ځور مو بس دی چې د خپل باور په خلاف تبلیغاتو ته مجبور شوي یاست.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. د کابل غلامانو ته تر ټولو مهمه د خپلو جیبونو مړول او جیبونو ډکول دی ، د بادارانو له خوا ورته کله کله چه دوی ګړندی او ژوندی وساتی پولی یا نښی کیښودل کیږی د پروکسل به کنفرانس کی به درته دومره بیلونه سرسایه یا خبرات راټول کړو به دی شرط چه تاسی د یوی اوني د پاره فساد خو پریږده څه ناڅه امنیت ټینګ کړی ، دوی د حکومتیار بیجاره د تسلیمی روغه جوړه همدغه د بروکسل حساسی او ددوی د جیبونو ډکولو غوندی ته ساتلی وه ، په داسی حساسو شیبو کی یی په راټولو شوی درمند طالبانو په ټولو ولایتو کی طوفانی څپی رامخی ته کړی د بروکسل د ډالرو دترلاسه کولو د باره هر دول دروغو او څو مخیو ته اماده ګی لری .
    ع ، غ او ملګری یی په دی پوهیږی نن دی که صبا دی دا مال د زرغون شاه دی افغان مجاهد اولس باندی دنړی یو طاقت هم تر اوسه بادارای نه ده کړی باداری څه چه په خندا راځی او به زړا او به وینو ککړ تښتی ، عم د اشغالګرو دی چه څو تریلونه ډالره یی پکی خاوری کړل او د راغلو په شمیر یی پکی وینی وپهیدلی او څه یی دومره شبکوره چه ځانوژنی او نور وژنی کوی هغوی به خوابدی وی ع او غ یی څه کوی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.