ګيله/ نصيب رحماني

 نصيب رحماني

زما ملهم زما درمان نه وو
ستاسو په کلي کې ګوزران نه وو

ماته ټول عمر مهاجر خطاب وو
په تا کې دومره یو انسان نه وو

ما په تیارو کې لا مزل کړي ده
ما ته تیارو کې لا هجران نه وو

ځم چې اباد کړمه دا وران وطن مې
کاش له اوله مې دا پلان نه وو

بس رحمانی درنه نور کډه کوي
افسوس چې تاسره احسان نه وو
ــــــــــ
نصیب رحمانی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.