د بروکسل کنفرانس دوهمې ورځ غونډه پیل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس دوهمه ورځ د بلجیم په پلازمېنه کې پیل شو.

دغه ناسته تېره ورځ د ۷۰ هېوادونو د استازو او د ۳۰ نړیوالو سازمانونو په ګډون پیل شوه.

افغان چارواکي وايي چې دوی تمه لري چې نړیواله ټولنه به د بروکسل په ناسته کې د اینده څلورو کلونو لپاره کلني ۳.۵ میلیارده ډالر له افغانستان سره مرسته وکړي.

د بروکسل نننۍ ناستې ته د راوپايي اتحاديې عمومي ریس ډونل ټسک، ولسمشر غني، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون او د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیر خبرې وکړلې.

پرون د اروپايي اتحادیې له خوا د ګډحکومت د مالیې د وزیر سره یوه معاهده هم لاسلیک شوه د کوم له مخي چې به اوروپايي اتحادیه حکومت ته د دوه کلونو لپاره ۲۰۰ ملیونه ډالر ورکوي تر څو په حکومت کې دننه اصلاحات راولي، ښه حکومتولي پراخه کړي.

د یادوني وړ ده چې د بروسلز په غونډه کې ټول ۷۵ هیوادونه ګډون کوي،  په دغه کانفرانس کې د ۷۵ هیوادونو څخه د ۲۲ هیوادونو چې اکثره یې اروپايي هیوادونه دي، د پاکستان په شمول د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ګډون کوي. پاته 53 هیوادونه د مرستیالانو، مشاورینو او سفیرانو په کچه ګډون په کښي کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.