په کندوز کې د ولسي تلفاتو پړه د چا پر غاړه ده ؟

نن ټکی اسيا – سرلیکنه (تلې ۱۴مه ۱۳۹۵ل):

له تیرو څلورو ورځو راهیسې یو ځل بیا کندوز ښار د خونړیو نښتو ډګر دی.

په دې نښتو کې د کندوز ښار یو شمیر مهمې برخې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې.

تیره ورځ رسنیو خبر ورکړ چې د کندوز ښار د برېښنا د توزیع مرکز او همدا راز د ښار د ننه د قالینو په مارکیټ باندي د توغول شوې توغندي له امله اور لګیدلی چې دروند مالي زیان يي اړولی دی.

تیر کال هم په همدې شپو ورځو کې کندوز د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درنو جګړو شاهد و چې له امله يي د بي پولي ډاکټرانو د یوه مجهز روغتون په تخریب سر بیره کندوز ښاریانو ته د سر او مال درانه تاوانونه واوښتل.

اوس چې بیا د کندوز پر سر د دولت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده دواړه لوري مسؤلیت لري چې هلته د ولسي خلګو د سر او مال خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

په دې سره یو لوری هم ځانته برائت نشي ورکولی چې په کندوز کې د رامنځته شوې ګډوډۍ او ولسي تلفاتو پړه پر مقابل لوري ور واچوي.

تیره ورځ چې د کندوز د بریښنا مرکز او د قالینو مارکیټ د سوځیدو لوخړې تر آسمانه پورته کیدلې کندوز ښاریان یې یو ځل بیا له وارخطايي او تشویش سره مخ کړل.

ځکه دا ښکاره خبره ده چې دا سوځونه د یوه لوري د عمدي اقدام په نتیجه کې رامنځته شوې او ښايي دا لړۍ نوره هم اوږده او د سوځونو او تخریب ترڅنګ غیر مسؤل افراد په ښار کې نورې ګډوډۍ هم تر سره کړي.

دا سمه خبره ده چې په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي مګر دومره خو باید وشي چې د جګړې تر پیل وړاندي هلته د ولسي خلګو د سر او مال د خوندیتوب امکانات وسنجول شي.

مسؤل جهتونه هغه که دولت دی او که وسله وال طالبان په شرعي او عرفي لحاظ د ولسي خلګو د سر او مال د خوندیتوب مسؤل دي، که هر لوری په خپل دې مسؤلیت کې پاتې راځي هغه باید په خپل تقصیر اعتراف وکړي او دولسي خلګو د تحفظ مسؤلیت داسې چاته وسپاري چې کولای شي یاد مسؤلیت په ښه توګه تر سره کړي.

ځکه کوم واکمن چې د ولس د ساتنې په اړه د خپلو کړېو ژمنې په تر سره کولو کې پاتې راځي او یا يي هم واکمنۍ د ګډوډۍ لا مل ګرځي د هغه لپاره خپله دا ناتواني یوه داسې نیمګړتیا ده چې واکمني یې په شرعي او عرفي لحاظ تر سیوري لاندې راولي.



یوه تبصره

  1. د پنجاب د ګوډاګيانو پر غاړه ده

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.