وجدان پلورونکي ژورنالیستان

فاتح کاروان

باور وکړئ دا خلک بیخي ډیر د دنیا او مادیاتو په مینه کې ډوب دي، همدا ژورنالیستان دي چې د امریکایي وحشت نه دفاع کوي او د یو څو ډالرو لپاره د کفارو تر څنګ د اسلام پرضد په جګړه بوخت دي! هو زما مطلب له وجدان پلورونکو څخه هغه ژورنالیستان دي چې د همسنګران په ګروپ کې را ټول شوي یا د طلوع، اریانا او یک په څېر فاحشو تلویزیوني او د ارمان، كلید، آزادي، بي بي سي او… په څېر راډیویي شبکو کې فعالیت کوي، همدوي دي چې دا پنځلس کاله یې د امریکایي اشغال پر وړاندې د پېل شوي جهاد په بدنامۍ پسې مټې را بډ وهلي او شپه ورځ په تلویزنونو، راډیو ګانو، ویب پاڼو او د فیسبوک په ټولنیزه شبکه کې په جهاد، مجاهدینو، آزادۍ، دیني شعائرو، عالمانو، مدارسو او مساجدو پسې شیطاني پروپاګند کوي، او د دې کار په بدل کې له امریکایانو ډالري معاشات اخلي، د دوی د وجدان پلورنې کچه دومره لوړه ده چې په عام ولس، کلي او بانډو د امریکایانو بمبار خو څه چې، پخپله د اردو او پولیسو په پوستو او مراکزو بمبار وشي نو دوی پرې ګونګه خوله پاتې کیږي خو، که د مجاهدینو لخوا په یوه چاودنه یا برید کې لس امریکایان مردار او یو ملکي وګړی سطحي ټپي شي نو دوی د خپل بادار په امر یو دم په رسنیو کې شور او غالمغال جوړ کړي وایي هله بې ګناه کس ټپي شو، هله بوډۍ مور یې له غمه مړه کیږي، هله واړه بچي یې له لوږې بې حاله دي دا خو جهاد دی کنه! دا خو د مجاهد کار دی کنه!! لنډه دا چې بیا نو یوناما، پژواک، طلوع نیوز او همسنګران ټول په همدغه یو خبر باندې شخوند وهي، ترڅو مجاهدین بدنام کړي، جهاد بدنام کړي او د جهاد پلویان د بشر د حقوقو دښمنان وښیي! مګر که امریکایان او داخلي عسکر د عامو خلکو پوره پوره کلي په بل مخ اړوي، په ودونو، جنازو، د ګڼې ګوڼې په ډکو بازارونو، ښوونځیو، مساجدو او مدارسو بمباري کوي یا په کې انفجارات ترسره کوي د همسنګران د شیطاني ګروپ په شمول ټولې سترې شیطاني رسنۍ پرې چوپتیا غوره کوي، بیا نو که یو څوک د دغه وحشت په اړه غږ پورته کړي د یادو رسنیو لخوا دغه غږ پورته کوونکې د پردیپال، طالب، پنجاب پلوي او… په نوم یادیږي پدې معنی چې څوک هم حقیقت بیانوي هغه که د دوی خپل حامد کرزی وي یا اسیر انس حقاني، هغه که وحید مژده وي یا حاجي فرید، دوی ته یې توپیر نشته او پرضد یې پروپاګند کوي!!‏

وجدان پلورونکي ژورنالیستان ټول د یو هدف لپاره کار کوي که څه هم د ځینو باداران سره جدا جدا دي، د کابورا پروډکشن له کارمندانو نېولې د جلال آباد تر ارشاد رغاند او نقیب اتل پورې، له سیدشاه سقیم نه نیولې تر نوربادشاه یوسفزي، پرهر برمل، سلیمان فکري او مجید قرار پورې دا ټول نن د امریکایانو په چوپړ بوخت دي، او نه یواځې دا چې د امریکایانو اشغال ته د اشغال په سترګه نه ګوري بلکې ځیني خو یې پخپل ضد او جهالت کې دومره وړاندې تللي لکه مجید قرار، چې د نبوي احادیثو تحریف ته یې کلکې مټې را بډوهلي دي، د عبدالرحمن مرتد دفاع هم دغه وجدان پلورونکو او ایمان پلورونکو رسنیو کوله، په کابل ښار کې د طالبانو په رسا برید کې په نښه شوی امریکایي کلیسا او د نصرانیت د مبلغینو د غونډو تالار ( لبناني رسټورانټ )  نه همدوی تر اخره دفاع وکړه او په دغه ځایونو کې وژل شوي د نصرانیت فعالان یې مظلوم او بې ګناه وګڼل!!

که له یوې خوا تلویزیوني شبکې د فحاشۍ، شرک، ارتداد او بودایزم کلتور ته کار کوي له بلې خوا بیا د همدغه رسنیزو شبکو فعالان چې په سر کې یې مجید قرار، اکرم غازي او پرهر برمل راځي په فیسبوک کې د ” فکر وکړئ ” په نوم ګروپ او پاڼه چلوي چې په پښتو ژبه الحاد او بې دینۍ ته لمن وهي نو لا به هم څوک وي چې د دوی په اړه به نه پوهیږي؟!! ځینو دوستانو حیرانتیا ښودله چې حکومت پلوه فیسبوکي فعالانو او ځیني تصویري شبکو په داسې حال کې د کندوز له سقوط نه رټ انکار کاوه چې طالبان دنګې غاړې او سرې سترګې د کندوز ښار په چوک کې ګرځیدل او شیبه په شیبه یې د خپلو فتوحاتو ویډیویي مستند نشرات کول، دغه دوستانو ته باید ووایم چې مه حیرانیږۍ، څوک چې انسان د بیزو نسل ګڼي او د کائناتو د ستر خالق له موجودیت نه انکار کوي هغوی ته دا څه سخته ده چې کندوز سقوط کړی وي او دوی یې د سقوط ویډیوګانې د تېر کال ګڼي او خپله بیا د کندوز د بیرته نیولو د ادعا د ثبوت لپاره د تیر کال د عملیاتو عکسونه نشروي!!

او ستاسو پام شته؟ د روشن مخابراتي شبکې هم اوس دغه رذالت ته مخه کړی چې د هېواد په سترو ښارونو کې د فحاشۍ د لا ترویج په موخه یې پخپلو تبلیغاتي پوسټرونو او لوحو د ښځو لوی لوی عکسونه راځړوي او ولې به داسې نکوي د آغاخان قادیاني حکم ندی؟!

راډیو ګانې خو پریده چې شپه ورځ ډمتوب نشر کړي، د ښځو د برنامو تر نوم لاندې د ښځو د بې لارې کولو پروګرامونه جوړ کړي، شاعران هم د چرسو، بنګو، سرو شونډو، تورو سترګو او اوږدو زلفو د ستایلو پرته دغه کړیدلي ولس ته بل کوم بل پیغام نلري! سړی به له کومې رسنۍ ګیله وکړي ټول په یو محور څرخیږي او د کفر ډول ته نڅا یې خپله وظیفه جوړه کړیده.

په اخر کې د اسلامي امارت له مجاهدینو، په عام ولس کې د فعالو عالمانو، واعظانو او د دیني، ټولنیزو او اسلامي احکامو ته ژمنو کلتوري ټولنو، لیکوالانو او مبارزانو څخه په خورا درنښت هیله کوم چې هېواد او ولس دی له دې بلاوو وژغوري او اجازه دی نه ورکوي چې د کفر لخوا استخدام شوی رسنۍ مو د هېواد ځوان نسل، ټولنیز نزاکتونه، دود او کلتور تر خپل اغیز او اثر لاندې راولي .

د ګران هېواد د بشپړې آزادۍ او په ګران هېواد کې د یو سپیڅلي اسلامي شرعي نظام د قیام په هیله  ‏‎



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.