طالب خبریال په انګریزي ژبه وایی    کندز ددوی سره دی/ ويډيو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۴مه ۱۳۹۵ل): په داسي حال کې چې نن د بروکسل غونډه په ختمېدو ده او د نړۍ تر اویا زیاتو هیوادونو د افغانستان سره په ملیاردونو ډالره مرستي اعلان کړې، طالبان لا پر کندز ښار واکمن دي.

د طالبانو یو جنګیالی چې په پښتو او انګریزي خبري کوي، په یوه تازه نشر شوي ویډیو کې وايي چې دوی اوس هم په کندز ښار کې واکمن دي، چیک پوسټونه یې جوړ کړي او د دولتي عسکرو د نیولو لپاره تلاشي کوي.

نوموړی وایی چې مشکوک کسان نیسي او بندیانوي یې.

نوموړی په انګریزي ژبه وايي چې نن ورځ په کندز کې حالات ډیر ښه دی، سبا به دوی په کندز کې نور پرمختګ وکړي. او زیاتوي چې امریکايي الوتکي هم په اسمان کې ګرځي خو پر ځمکه زمونږ واکمني ده.

باید وویل شي چې د نوموړي د خبرو پر مهال په هوا کې د الوتکو ږغونه اوریدل کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.