د چاپې پر مهال بهرنیانو څلور وروڼه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو سره په ګډه پر یوه کور چاپه وهلې او هلته یې په یوه کورنۍ کې څلور وروڼه وژلي دي.

پيښه تېره شپه د کامه ولسوالۍ د سنګر سرای په سیمه کې هغه وخت را منځته شوې کله چې بهرنیانو او دولتي ځواکونو د شپې ناوخته پر یوه کلي چاپه اچولې.

د کلي خلک وايي چې په یوه کور کې څلور وروڼه ووژل او یو شمېر کلیوال یې له ځانه سره ژوندي بوتلل.

باید وویل شي چې تیره اونۍ هم د اچین ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې بهرنیانو بمبار کړی وو چې له امله یې ۱۵ تنه ولسي وګړي مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي وه. دغه پيښه د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې هم غندلې وه.

د یادوني وړ ده چې دوه ورځي وړاندي دولتي ځواکونو د ملګرو ملتونو د مامور پر کور هم چاپه وهلې وه او د کندز څخه په رخصت راغلی د ملګرو ملتونو د اوچا په نامه ادارې مسؤول یې په خپل کور کې د مور او پلار مخته په څلورو ډزو وواژه.
د نوموړي مور هم د خپل ځوان زوی د وژل کېدو په غم کې ځای پر ځای مړه شوې وه.

تېره ورځ د ننګرهار ولایت اوسیدونکو او د اچین ولسوالۍ د پيښي قربانیانو په جلال اباد ښار کې د والي د مقام مخته لاریون وکړ او د خپل حق غوښتنه یې وکړه، خو تر اوسه د ګډحکومت چارواکو دغه پيښه په رسمي ډول نه ده غندلې او نه یې هم امریکا ته په دې اړه احتجاج کړی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.