په وږې نړۍ کې د ادبیاتو مفهوم؟

لیکوال: جان پل سارټر
ژباړن: قاسم اميري

باید وویل شي چې ادبیات د اخلاقو په څېر کُلیت او عمومیت ته اړتیا لري. نو که ادیب یا لیکوال وغواړي چې لوستونکي یې عمومیت خپل کړي؛ پکار ده چې د عوامو او اکثریت په کتار کې ځان ته ځای ومومي، یانې د څه د پاسه دوه میلیاردو بېوزله او وږو تږو انسانانو په کتار کې ځان ته ځای موندل ورته لازمي نسخه ده، کنه نو په خود کار ډول به د ټولنې د ممتازو ډلو په چوپړ کې موقعیت خپل کړي او کرار کرار به د ممتازو خلکو په څېر دوی هم استثمار پسې مټې راونغاړي.

د دې لپاره چې لیکوال رښتیني لوستونکي ومومي؛ لازمي ده چې یو له لاندینیو دوه ګونو کړنلارو څخه تعقیب کړي:

لمړنۍ کړنلاره: د خلکو په تېره بیا عوامو د پوهاوي لپاره د یو پراخه او داوطلبانه کمپاین په ترڅ کې د ادبیاتو له نړۍ څخه په مؤقتي ډول لېرې والی غوره کول. د افریقایي او ځینو آسیایي هېوادونو په څېر چې اکثریت مطلق وګړي یې نالوستي دي؛ که د دوی له ډلې څخه آن یو کس فرضاً اروپایي هېوادونو کې زده کړې کړې وي، په کوم منطق به د خپلو خلکو د روزلو لپاره د ښوونکي له مسلک څخه مخ اړوي؟ د نسل روزلو ارزښت او لومړیتوب دومره هسک دی چې که احیاناً دوی ته پکې د خپل مسلک (لیکوالۍ) د قریحې له لاسه تللو ګواښ هم وي؛ باید غاړه ورته کېږدي. اوس نو فکر وکړئ، که همدا کس په اروپایي هېوادونو کې پاتې کېدلو ته ترجېح ورکړي او هلته د ناول لیکل ورته مناسب ښکاره شي؛ په ډاډ سره ویلی شم چې د ده هر توری او هره کرښه لیکل له خیانت پرته بل څه نه دي. که څه هم ظاهراً تناقض شته اما په ټوله کې خپلو خلکو ته د خدمت کولو او ادبیاتو د اخلاقي رسالت تر منځ کوم اختلاف نشته.

دویمه کړنلاره: لدې کړنلارې څخه په غیر انقلابي هېوادونو لکه فرانسه کې ګټه اخېستل کېدای شي. پدې ترتیب سره لیکوالانو ته لارښوونه کېږي چې د یو بشپړ او منظم دوراني سیکل لپاره موضوعات او سوژې په اساسي او سلیس ډول را وپنځوي تر څو ټول خلک یا تر ټولو لږ لوستي خلک یې هم لوستلو ته مخه کړي.

پام مو وي چې زه هېڅکله پوپولیستي ادبیاتو ته چې د ټولنې یو ځانګړې طبقې ته ځانګړي شوي؛ ترجیح نه ورکوم بلکې دا اړینه بولم چې څه ناڅه خلک هم باید د لیکوال د اصلي موخې موندلو لپاره پلټنه او ځیر ځیرنه وکړي. خو د دې تر څنګ لیکوال ته هم پکار ده چې له تفننی کلام څخه ډډه وکړي اما دا هم نشي کولی چې هر څه خورا روښانه او رڼه ولیکي او په یو ډول خپل نوی اند د زړو ظوابطو په موخه ښکار کړي.

د بېلګې په ډول: زه (مالارمه) ته د فرانسې هېواد د ترټولو ستر شاعر په سترګه ګورم او خپل ډېر وخت مې دېته وقف کړی تر څو د نوموړي د شعرونو په اصلیت او کیفیت پوه شم اما د مالارمه له هرمټیسم (په عمدي توګه د کلام پیچلي کول) ایډیالوژۍ سره مخالف یم بلکې د تېروتنې په سترګه ورته ګورم. یو اصل باید له پامه ونه غورځوو: هر څومره چې د یو کلام تصنع (جوړول) ګران وي؛ هغومره پرې پوهېدل هم ګران تمامیږي.

له بلې خوا غواړم یو بل ټکي ته هم اشاره وکړم چې خلک داسې مطالب هم نه غواړي چې پرې پوهېدل ډېر هوسا او ډېر ساده وي بلکه یو څه ادبي اغلاق هم خوندور پرېوزي.

لنډیز: تر هغو چې بشر څه د پاسه دوه ملیارد بیوزله او وږو خلکو ته یو څه ونه لیکې؛ تر هغو به هېڅلکه د راحتۍ احساس ونه کړي. لیکوال ته پکار ده چې خپل قلم د اشرافو د مدح پر ځای د مظلومو او بېوزلو د خدمت لپاره وکاروي. دا هغه رسالت دی چې باید یو لیکوال یې سرته ورسوي کنه نو ځانته د لیکوال لقب ورکول؛ ورته تر ټولو لوی شرم او پر خپل ځان دعوا کول دي. اما که لیکوال دا ستر رسالت ته پام وکړ او لکه څنګه چې ترې تمه کېده؛ همغسې یې خپل قلم وکاروه؛ بیا د هم د ځان لپاره د مقام غوښتلو هڅه نه کوي. اتلولي د قلم پذریعه لاس ته نه راځي او نه هم قلم مقام ته د رسېدو وسیله ده.

زما په اند تر ټولو ارزښتناک ټکی دا دی چې لیکوال نباید هېڅکله د خپل عصر او زمانې له واقعیتونو مخ واړوي، د نړیوال فقر او بېوزلۍ، د هسته یي بمونو ګواښ، د بشریت تر منځ ځان ځاني او له خپل ځان څخه پردیوالی… او داسې نور هغه مسایل دي که چېرې د ادبیاتو په لمن کې په سرتاسري شکل منعکس نه شي؛ شخصاً ماته د حیرانتیا او افسوس وړ خبره ده.

درنښت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.