حیران «لنډه کيسه»

 حميدالله حيدرخېل

له تلاشۍ به دوه سوه  متره مخکې نه وم لاړ، ماشومان د سرک په غاړه ولاړ وو، خدای خبر له څه وخته به ولاړ وي خو په سرک د موټرو تلو راتلو له وجې د سرک پورې غاړې ته نه شول پورې کیدلی. ورته رانږدې شوم موټر مې ودراوۀ سم لا ولاړ نه یم چې تر شا یو موټر هارنګونه راپسې شروع کړل، په لاس مې ماشومانو ته اشاره وکړه،موسکي شول یو بل ته یې لاسونه ورکړل او په کراره د سرک پورې غاړې ته راپورې شول، روان شوم تر شا موټر زما له موټر سره په څنګ شو ښیښه یې ټیټه کړه او په تونده ژبه یې وویل: ته انسان یې که خر چې په سرک باندې ودریدې؟

مخ مې ورواړۀ دوه تنه وو، ږیرې یې کلې وې، بریتونه یې په شونډو راځوړند وو پکولونه یې پر سرونو وو او ګلان یې په کې ټومبلي وو، شونډې یې له نصوارو ډکې وې او ټوپک ورسره وو. زر مې ځواب ورکړ؛ تاسو ونه لیدم چې څه ته ولاړ وم؟

ټنډه یې نوره هم زیږه کړه سر یې له ښیښې رابهر کړ ژبه یې په شونډه کې راتاوه کړه، ساه یې کش کړه پړوففف شو، د نصوارو په غونډاره یې زما موټر وویشت، له خولې یې لاړې باد شوې په لوړ غږ یې وویل؛ خبرې ډېرې مه کوه !!! چې در کوز شم دا تومیزي درباندې په دا بل لټ اړوم.

ما چې ځواب ته خوله برابره کړه نو موټر بیا نه ؤ یواځې په سرک توره لړه پاتې وه.

حیران دې ته شوم چې دوئ څنګه په تلاشۍ راتېر شول؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.