لو منې نه ده ښه !

عبدالمالک همت

رشتيا داده چي لويي، تکبر غرور او تفاخر او ځان تر نورو لوړ او غټ بلل او د خدای جل جلاله د دين، د خدای د مخلوق او هيواد په وړاندي پې پروايي، بې باکي او هردم خيالي نه ده ښه. هيڅوک بايد په خپل نامه، جاه او جلال، عزت او مال او منال او ارګاه او بارګاه او زهد او تقوا مغرور نه سي. توبه د الله سبحانه له قهر او غضبه ! پخوا هم ډېر ښه ، ښه خلک د خپلو غټو خبرو ځان غټ ګڼلو او لويي منې له امله ډېر بد خوار سوي دي، خو نن مهال د لوی څښتن جل جلاله ازميښت، ذلت، خواري او سپکاوی دغسي مغرورو وګړو ته عجيب ژر او په سخته ناوړه توګه ور په برخه کيږي.

د قرآن کريم دغه آيت ته ښه ځير سئ

﴿قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (26) ﴾[آل عمران : ۳: ۲۶ ]

ژباړه: (اى نبي! لوى څښتن ته په دعا کي) ووايه چي:”اى الله ! او اى د ټول واک څښتنه ! (ته هغه ذات يې چي) چا ته دي خوښه سي (په ځمکه کي) واک (حکومت او شتمني) وربخښې او له چا څخه چي وغواړې واک (حکومت او شتمني) اخلې او چاته چي وغواړې (په دنيا او آخرت کي) عزت ورکوې او چاته چي وغواړې خواروې يې، هر څه ښېګڼه چي ده ستا په لاس (واک) کي ده. رشتيا چي ته (يوازي) پر هر څه قادر يې“.

حقيقت دادی چي هغه چا ته چي ټول بدن يې له وينو، غوښو او هډوکو جوړ وي او ټول عمر د ګنګيو ډک درم حملوي، په هيڅ ګون نه ښايي چي لومنې وکړي او ځان ترنورو لوړ او د هرڅه لايق او مستحق وبولي.

نو ښه او غوره خبره داده چي لويي، عجب، شهرت او بلند پروازي، مادي پالنه، خودخواهي او خود غرضي پرېږدو، څه خير ښېګڼه چي مو له لاسه کيږي د خپل سپېڅلي دين، خپلو بې دفاع او زورېدلو خلکو او دې پرهر پرهر هيواد څخه يې ونه سپموو او خپل عزت په تواضع او فروتني کي او د خلکو په خدمت، مناعت نفس، مړانه، همت او غيرت کي ولټوو، نه د څو حقيرو مادي امتيازونو او د دې ژر تېرېدونکي ژوند د زرق وبرق لپاره د پردو غليمانو په نزدېکت، ملګرتيا اوچوپړ کي.

او د دې لپاره چي تېر نه وزو، يامو انسي يا جني شيطانان ونه غولوی او پر خپل دين، هوډ او تکل ټينګ واوسو، د استقامت له سمي او سيخي لاري څخه ونه ښوييږو او په دې او هغه نړۍ کي رسوا او فضيحت نه سو، نو راځئ خپل ګرد اعمال، نيتونه، تکلونه او اقدامونه پر قرآن کريم او نبوي سنتو عرض کړو، کوم چي قرآن او سنتو سم بللي وي تر سره کړو او له کومو څخه چي موږ منع کوي په ټينګه ډډه ځني وکړو.

د دې او داسي نورو موخو لپاره دغه دعا ډېره مؤثره بلل سوې ده:

اللَّهُمَّ أَحْسِنْ عَاقِبَتِنَا فِي الْأُمُورِ كُلِّهَا، وَأَجِرْنَا مِنْ خِزْيِ الدُّنْيَا وَعَذَابِ الْآخِرَةِ.

دغه دعا د احاديثو په ځينو کتابونو کي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوبه سوې او د هغه مبارک صلی الله عليه وسلم حديث بلل سوې ده. خو د احاديثو ځينو کره کوونکو د هغې پر ځينو روايت کوونکو خبري کړي دي او له ضعيفو احاديثو څخه يې بللې ده. په هر صورت که د دې دعا الفاظو، معنا او محتوا ته وکتل سي ډېره جامع دعا ده او عالمانو کرامو له ”جوامع الکلم“ څخه بللې ده.

امام طبراني په معجم الكبير کي د دغي دعا په هکله دا خبره هم روايت کړې ده چي څوک دغه دعا کوي د مړيني ترمهاله به په کومه بخوله او مصيبت اخته نه سي.

دغه راز اوسمهالي جيد او نامتو اسلامي عالم شيخ احمد الحواش ويلي دي: څوک چي تر خوب دمخه دغه دعا درې واره ووايي نېکمرغه ژوند به ولري، نېکمرغه به مړ سي او د لوی څښتن حضور ته به هم نېکمرغه ورسي.

د دغي دعا ژباړه داده: ای لويه څښتنه! زموږ د هري چاري عاقبت ښه، غوره او پاک، پاکيزه کړه، ځکه د کړنو او چارو وروستيو ته اعتبار دی، نو زموږ ټول عملونه او کارونه ستا په نزد خوښ او پاکيزه وګرځوه او پر دغسي کړنو مو ترپايه ټينګ کړه چي تاته د ډېرو ښو کړنو سره درسو او موږ د دنيا له ازميښت او هلاکته، کوم چي د دې دنيا مصيبتونه، غرور، شرونه او رسوايۍ او ذلت او فضيحتونه دي وساته او همدا راز مو د آخرت د عذاب له ټولو ډولونو څخه په امان کړه. آمين .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.