د فراه مرکز هم د سقوط په درشل کې دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د فراه ولایت دولتي چارواکي وايي چې د مرکز شاوخوا طالبان سره را ټول شوي دي او داسې ښکاري چې پر مرکز به برید وکړي.

دوی ویلي که چیري حکومت فراه ته تازه دمي کومکي ځواکونه ونه لیږي، نو د کندز په څیر به د فراه ولایت مرکز هم ډیر ژر د سقوط سره مخامخ شي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور له تیرو څو ورځو څخه د رسنیو سره په خبرو کې وايي چې د فراه ولایت مختلفي برخي د طالبانو تر محاصرې لاندې دي، نوموړی وايي چې طالبان غواړي پر ښار باندي برید وکړي.

هغه زیاته کړه، که چیري حکومت فراه ته کومکي ځواکونه ونه لیږي او لا پروايي وکړي، نو ډیر احتمال شته چې دغه ولایت هم د کندز په څېر د سقوط سره مخ شي.

فرید بختور د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبان د ښار په څنډو کې پر یو شمېر کلیو واکمن شوي او مرکز ته په ډېر نږدې واټن کې د جګړې لپاره تیاری نیسي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د ښار او ولسوالیو تر منځ ځیني لاري تړلي دي او هره شېبه اندیښنه شته چې پر مرکز برید وکړي.

نوموړي ویلي چې د طالبانو د کومک لپاره د کندهار، هلمند، نیمروز او نورو ولایتونو څخه هم کومکي طالب جنګیالي را ټول شوي دي.

بل خوا د فراه ولایت د امنیې قومندان توریالی عبداني رسنیو ته ویلي چې دوی د طالبانو سره د مقابلې پوره توان لري، او په خبره یې که چیري پر مرکز برید وکړي، نو په هدیره به ورته بدل شي.

نوموړي د طالبانو د شمېر په اړه ناخبري وښودله خو زیاته یې کړه چې دوی ته معلومات شته چې د مرکز شاوخوا را ټول شوي دي او د مرکز د نیولو لپاره پلان جوړوي.

بل خوا د فراه والي محمد آصف ننګ دغه خبرې ټولي بې ځایه او اوازې بللي او ویلي یې دي چې د فراه ولایت لويي لاري اوس هم د خلکو پرمخ خلاصي دي.

طالبانو پر خپلې ویبپاڼه (الاماره) باندې خبر ورکړی چې تیره ورځ یې د فراه مرکز ته نږدې د هغو دولتي عسکرو سره اوږده جګړه وکړه کوم چې د عملیاتو په موخه د دوی لوري ته راغلي وو. طالبانو زیاته کړې چې په دغه جګړه کې شپږ تنه عسکر ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

دوی د خپلو دوه تنه طالب جنګالیو وژنه هم تایید کړې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.