مولوي محمد امین حیدري صاحب ته ډالۍ!

ډاکټر عبدالله ‘تسل’

توره مو هسکه کړل تصویر د کلیسا ماتوو

د سر په بیه فلسفه د امریکا ماتوو

کلونه مخکي مو کړل مات ځناوران د روسیې

مبلغین د الحادیت، وحشي پوځیان د روسیې

د کمونیزم فلسفه د نړۍ هیره شوله

هم یې غرور او دبدبه د نړۍ هیره شوله

ملا مو تړلې ایټالیا او کاناډا ماتوو

د سر په بیه فلسفه د امریکا ماتوو

د فحاشۍ، بې غیرتۍ او بې دینۍ مراکز

د سیکولر غربي نړۍ د غلامۍ مراکز

د اسلامي فرهنګ پر ضد تأسیس شده رسنۍ

د افغاني کلتور په وړاندي شرمینده رسنۍ

وار یې راغلی د غربي دنیا میډیا ماتوو

د سر په بیه فلسفه د امریکا ماتوو

طالبه ځان تیاروه د شریعت سفر دی

د اخروي ژوندون په لور د شهادت سفر دی

دا د خیبر، تبوک او بدر د تاریخ هنداره

کفري نړۍ ته د ځواب او د پاسخ هنداره

د بې حیا ډیمکراسۍ توره بلا ماتوو

د سر په بیه فلسفه د امریکا ماتوو

د ایمان زور دي د نړۍ صفحه بدله کړله

د کپیټال، ډیمکراسۍ پیغله یې شله کړله

اوس یې نوبت د پاتي شویو غلامانو راغی

د برتانیې په لاس جوړ شویو حاکمانو راغی

اجل نیولي په بستر کې یې بقا ماتوو

د سر په بیه فلسفه د امریکا ماتوو

چې شهادت یې شو نصیب هغوی کامیاب لاړل

ځان یې قربان کړ د اسلام په نوم احباب لاړل

د خپلي مور، لورکۍ او خویندو د ابرو په بدل

رب ته یې وسپارلو ځان د جنتو په بدل

(تسله) پورته شه تندی د اوباما ماتوو

د سر په بیه فلسفه د امریکا ماتوو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.