شاعر: محمد علي عمري

سپین شعر/ محمد علي عمري

محمد علي عمري
….
خداي خودې نکړي
که ته په سترګو ړوند شې
يا په بم والوزي
ستا لاس
اوياستا پښه درپرې کړي
خداي خو دې نکړي
که شې کوڼ او يا ګونګ
اوياپرتا تاوان شي
ديوچا مړئ
ته به څه کوې بيا
ودغو ټولو ته مرګونه وايي
خودا ژوندي مرګونه
یې به په ژوند باندې مړ

خداي دې ساته له دې
ژوندو مرګونو

هغه مرګ ښه دئ
هغه مرګ حق دئ
چي ستا دمړي
دجنازې دلمانځه
اعلان جومات کي وسي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.