د حزب اسلامي پلاوی امریکا ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي ګوند د سولي سند د لاسلیک وروسته د سند دعملي کولو لپاره غواړي چې امریکا ته سفر وکړي.

د سولي تړون له مخي امریکا او ملګري ملتونه به د حزب اسلامي د مشر حکمتیار نوم له تور لیسته لیري کوي او افغان حکومت به د حزب اسلامي پوري تړلي بندیان له زندانونو خوشي کوي.

د کابل نیوز د خبر سره سم د حزب اسلامي ګوند یو پلاوی په راتلونکو اونیو کې پلان لري چې امریکا ته سفر وکړي.

د یادي سرچیني سره د حزب اسلامي مرکچي کریم امین په دقیقه امریکا ته د خپل سفر په اړه معلومات نه دي ورکړي خو ویلي چې د ستونزو دحل او سولي د رامنځته کېدو په برخه کې امریکا ته سفر یو مطرح موضوع ده.

نوموړي ویلي چې یوازي د حزب اسلامي څخه د تحریمونو لیري کول مطرح نه دي بلکي نور هم ځیني مسایل سته چې دواړه اړخونه یې په عملی کولو مکلف دي.

باید وویل شي چې د افغانستان ګډحکومت او ګلبدین حکمتیار تر منځ په تیرو ورځو کې تر بریالیو مذاکراتو وروسته د سولي تړون وشو د کوم پر اساس چې به د ګلبدین حکمتیار نوم د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لیست څخه ایستل کیږي او د نوموړي پر سر به اعلان شوي انعامونه لغوه اعلانیږي.

حکمتیار د حکومت سره ژمنه وکړه چې د افغانستان اساسي قانون ته به غاړه ږدي، د وسلوال مخالفت څخه به لاس اخلي او په سیاسي نظام به ورګډیږي.



3 تبصرې

  1. په هیواد کی دننه خو یی [ پشه ارتی ] تر سره شو ، بادارانو په غصه شول ویل چه مونږ هم بری د پښه ارتی حق لرو ، امریکا ته دی هم راشی ، نو د حزب د پښه ارتی بیچاره ټیم به لمړی امریکا ته ځی او له هغه وروسته به د اروپا هر هیواد ته جلا جلا د پښه ارتی د پاره تشریف وړی .
    له ټولو پښه ارتو وروسته به یی نوم له تور لیری او د ع او غ په شان به سپینو لستو ( رسمی غلامانو ) کی شمیرل کیږی .
    له سپینو لستو وروسته به د ازموینی مراحل تیروی
    بیا به ورته د هر غلام د غلامی کفایت له مخی د داعشی ملیشو دندی ور سپارل کیږی

    یادونه :
    دا چه طالبان به یی دی مراحلو ته په ارامه بریږدی که نه هغه به د وخت په اوږدو کی معلومیږی

  2. د حزب اسلامی یو جگ پوری هیأت د بین الأفغاني تفاهم لپاره له امریکایانو سره خبری کوی هاهاها

    تر پرونه یی ویل چی زمونز د تسلیمی تر تولو لویه ممیزه دا وه چی بین الأفغاني وو او د خارجيانو له وساطت أو وصایت سخه خالی دی. اوس به نو دی ته سه نوم ورکوی ؟؟؟

  3. دافغان بشه أرني خو 35 كاله م خكي شوي وه جه هر حه ءي ترلاسه كري كله امريكان با اسبورت كرينكارد دديموكراسي نظام كي زوند شه كار ويار دبجو لمسيانو مفت تعليم

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.