حامد کرزی له ولسمشرۍ مخکې په ارزګان ولایت کې د امریکايي خاصو ځواکونو په مینځ کې

طالبان: د امریکايي یرغل پنځلس کاله پوره شول خو د امریکایانو هرڅه سرچپه روان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): پوره پنځلس کاله وړاندې په همدې ورځ د امریکا په مشرۍ نړیوالو ایتلافي ځواکونو په افغانستان پوځي برید وکړ او د طالبانو حکومت د نسکورولو وروسته یې د جرمني په بن ښار کې د افغانستان لپاره د حامد کرزي په مشرۍ د موقتي حکومت د بنسټ ډپره کېښوده.

هغه مهال امریکايي حکومت په افغانستان باندې د پوځي برید لامل د سپتمبر ۱۱مې پېښه ګڼله، چې په کې د نیویارک نړیوال تجارتي مرکز د دوه مسافر وړونکو الوتکو په جنګیدلو سره ونړید او د رسمي احصائیو پر اساس شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

طالبانو په افغانستان باندې د امریکا د پوځي برید د پنځلسمې کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړې، دغه برید غندلی او هغه یې «وحشیانه یرغل» بللی.

د طالبانو اعلامیه وايي چې د سپتمبر ۱۱مې پېښه په افغانستان باندې د امریکايي یرغل لپاره «په هیڅ ډول د توجیه وړ بهانه» نه وه، ځکه چې په وینا یې، نه افغانانو په یاده پېښه کې لاس درلود او نه ورباندې خبر وو. دغه راز یې دا برید «د ټولو بین المللي موازینو خلاف او د هرډول شواهدو او اسنادو له موجودیت پرته یرغل» بللی.

د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې امریکایانو د ځان د برائت لپاره د افغانستان د پرمختګ، د نشه يي توکو د مخنیوي، د ولس د خوښې حکومت او د امنیت د ټینګښت شعارونه ورکول، خو پنځلس کاله وروسته هیواد د دغو شعارونو برعکس پایلو سره مخامخ دی او د امریکایانو هر هغه څه سرچپه روان دي چې پنځلس کاله مخکې يې وعدې کولې.

طالبانو د امریکايي برید د پنځلسمې کلیزې په مناسبت یو ځل بیا په امریکایانو غږ کړی چې په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي او افغانان پریږدي چې خپل برخلیک پخپله وټاکي.

د طالبانو اعلامیه ګواښ کوي چې که امریکایان یې دې غوښتنې ته مثبت غبرګون ونه ښيي دوی به هم خپل مبارزې ته تر هغه دوام ورکوي چې بهرني ځواکونه په زور له هیواده وتلو ته اړ کړي.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو دغه اعلامیه رارسېدلې چې د موضوع د اهمیت پر اساس یې کټ مټ نشر ته سپاري:


د امریکایی یرغل د پنځلسم کال د پوره کیدو په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

سبا د اکتوبر 7مه نیټه ده، دا ورځ هم د افغانستان په تاریخ کې د مرغومي د شپږمې نیټې په څیر یوه توره ورځ ګڼله کیږي.

۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ یعني د 2001 م میلادي کال د اکتوبر پر 7مه نیټه، د امریکا په مشرۍ نړیوالو یرغلګرو ځواکونو د ټولو بشري قوانینو او نړیوالو نورمونو خلاف، زموږ د هیواد پر سپیڅلي حریم، وحشیانه پوځي یرغل وکړ .

امریکایی یرغلګرو په ظاهره د خپل وحشت لپاره د سپتمر د 11مي پیښه یوه بهانه وګرزوله، په داسي حال کې چې په هیڅ ډول دا بهانه د توجیه وړ نه وه او نه ده . دا ځکه چې د سپتمبر په پیښه کې نه افغانانو لاس درلود او نه ورباندي خبر وو .

مګر بیا هم د وخت امریکایی واکمنانو او متحدینو یې د ټولو بین المللي موازینو خلاف او د هرډول شواهدو او اسنادو له موجودیت پرته پر افغانستان یرغل وکړ.

د دې لپاره چې یرغلګر د خپل کړي وحشت لپاره د برائت څه توجیهات ولټوي او په تاریخ کې د افغانانو د مظلومیت له حسابه ځان خلاص کړي ؛ نو د خپل برید لپاره یې نوري موخي هم په دې ډول وټاکلي چې :

1 – افغانستان به پر خپلو پښو دروي .

2 – نشه يي توکي به له منځه وړي .

3 – د افغان ولس د خوښې حکومتي سیستم به رامنځ ته کوي.

4 – سوله ، ثبات او امنیت به تأمینوي.

ـــ خو نن دا دی ۱۵ کاله تیریږي، موږ او تاسو وینو چې هرڅه ، سرچپه روان دي ، افغانستان پرخپلو پښو ولاړ څه ، چې په نړۍ کې يې یو محتاج ترین هیواد تري جوړ کړی ، له پریمانه امکاناتو سره سره ، هیڅ ډول بنسټیز کار په کې ترسر ه نشو.

ـــ نشه ئي توکي چې دامریکایې یرغل څخه مخکې یې اسلامي امارت تر خپله واکمني لاندي دکښت کچه صفر ته راټیټه کړي وه، اوس یې ټوله نړۍ ګوري چې د بل هروخت په پرتله نن افغانستان دنشه يي توکو په کر او صادرولو کې د نړۍ ریکارډ مات کړی .

ــــ د افغان ولس د خوښی حکومتي سیستم جوړول څه چې د نړۍ په کچه یو فاسد ترین ، غل او د شروفساد ګډوله سیټپ یې پر افغانانو د الوتکو او ټانګونو په مټ تحمیل کړی او حمايه کوي يې.

ــــ د ثبات او امنیت دا حالت دی چې امریکایی جنرالان خپله اعلان کوي چې په یوه میاشت کې 1000 تنه انسانان وژل کیږي . د عامو خلکو پر کورونو او عامه تأسیساتو بمبارونه، د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو ورځنی معمول ګرځیدلی .

په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د امریکایانو او د هغوی د مؤتلفینو دا وحشیانه یرغل پيل او بیا د اشغال دوام په تر ټولو سختو ټکو غندي او د دوی د وحشت د ۱۵ مي کلیزي د پوره کیدو پر مهال یوځل بیا پر یرغلګرو ږغ کوي چې نور زموږ هیواد پریږدئ، نور خپل وحشیانه اشغال ته خاتمه ورکړئ ، د خپل منحوس موجودیت په وجه د بی ګناه افغانانو وینی تويې نه کړي ، افغانان پریږدئ چې د خپل هیواد او خپل راتلونکي برخلیک په اړه په خپله پریکړه وکړي.

دا هماغه سالمه او معقوله لاره ده چې اسلامي امارت پنځلس کاله وړاندې هم تاسوته د قضيې د ریښتوني حل په اړه در په ګوته کړې ، او په وار وار یې درته تکرار کړي ده .

کنه نو افغان مؤمن ولس به د اسلامي امارت په قیادت کې خپلي برحقي مبارزې ته تر هغو دوام ورکوي ، ترڅو تاسو یرغلګر یې د مخکنیو هغو په شان له هیواده په زور شړلو ته اړایستلي نه وي! هغه مهال به بیا تاسو په زرهاوونورعسکر هم له لاسه ورکړي ، په سلګونو میلیارده نور ډالر به مو هم ضائع کړي وي؛ خو د یو تاریخي او شرموونکي شکست په بدل کې، چې همدا اوس، اوس هغه وخت را نژدې شوی دی.، انشاء الله . او علائم یې ټوله نړۍ پخپلو سترګو ویني .

« وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ـــ ژباړه: برلاسي او مرسته هرڅه چې دي، دهغه الله له خوا دي چې ډير زورور او دحکمت خاوند دی»

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۱/۵هـ ق

۱۳۹۵/۷/۱۵ هـ ش ـــ 2016/10/6م



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.