د ملګرو ملتونو د عمومي منشي «بانکي مون» پر ځای بل مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د دندي دوهمه پنځه کلنۍ دوره د روان کال ۲۰۱۶ تر پایه پوره کیږي او پر ځای یې د پرتګال هیواد پخوانی صدر اعظم او د ملګرو ملتونو د یو ان ایچ سي آر (UNHCR) ادارې اوسنی مشر انطوني ګورتیز ټاکل شوی.

نوموړې اداره په نړۍ کې د مهاجرینو د چارو مسؤولیت په غاړه لري او ګورتیز ددغه ادارې مشري په غاړه لرلې.

انطوني ګورتیز د انتخاباتو له لاري د امنیت شورا د پنځلسو غړو د رایو په اکثریت سره ټاکل شوی. تمه کیږي چې راتلونکي اونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې نوموړی په رسمي ډول د نوي منشي په حیث ومنل شي.

ګورتیز د اروپايي هیواد پرتګال څخه دی، په ۱۹۷۶ کې سیاست پیل کړی، په ۱۹۹۵ کې د پرتګال لومړی وزیر وټاکل شو.

نوموړی د کال ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۱۵ پوري د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د چارو ادارې (UNHCR) مشر پاته شوی.
د نوموړي د کار په موده کې نړۍ د مهاجرینو د لویو ستونزو سره مخ شوه چې په هغه کې د سوریا، عراق، افغانستان، لیبیا او نورو افریقايي هیوادونو څخه د هجرت لویه څپه وه چې د اروپا پر خوا ور ماته شوه.

که څه هم دوه ورځي وړاندي د ملګرو ملتونو چارواکو په غیر رسمي ډول ویلي وه چې ګورتیز به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه ټاکل کیږي، خو رسمي ټاکني تیره ورځ تر سره شوې چې د ۱۳ نوماندانو څخه ګورتیز په اکثریت وګټلې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دندي دوره پنځه کاله ده، خو ددوهمي دورې لپاره هم عمومي منشي ځان کاندیدولای شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.