د کابل – کندهار لویه لاره د جګړې له امله تړل شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل): نن سهار د کابل – کندهار لویه لاره وروسته تر هغه وتړل شوه کله چې طالبان د زابل ولایت د قلات ولسوالۍ د باکورزو او نورک په سیمه کې سړک ته را ووتل او د موټرو څخه یې تلاشي پيل کړه.

د ځايي ژورنالیستانو د خبر سره سم دولتي ځواکونه هغه سیمي ته ورغلل او د طالبانو سره یې جګړه پیل کړه چې له امله یې لویه لاره تړل شوي او تر اوسه د تلفاتو یا بل کوم پرمختګ په اړه چارواکو رسما څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې تر اوسه پوري طالبانو هم په دې اړه کوم خبر نه دی ورکړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.