فراه: طالبانو د مرکز په لوري نور پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د فراه ولایت مرکز چې د ځايي چارواکو په وینا د څو ورځو څخه د طالبانو تر تهدید لاندي دی، طالبانو په مرکز کې دننه د نوبهار په سیمه کې نوی پرمختګ کړی.

د سیمي د اوسیدونکو په وینا نن سهار طالبان وتوانیدل چې د مرکز اړوند د نوبهار پر دوه لاري د امنیتي ځواکونو څخه استراتیژیکه پوسته ونیسي.

ددغه پوستې په نیولو سره او همداسي د کنسک په سیمه کې د نفوذ له امله طالبان توانیدلي چې د فراه – هرات او فراه – کابل لاره تر خپل کنټرول لاندي راولي.

د فراه ولایت امنیه قومندان توریالی عبدیاني ویلي چې ددوی ځواکونو د نوبهار د پوستې څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.

نوموړي همداراز ویلي چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې تر شل زیات طالبان وژل شوي دي.

بل خوا د طالبانو ویاند یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې ویلي چې دوی هم د مقابل اړخ شل تنه سرتیري وژلي دي او دوه زغروال موټر یې هم ورته ویجاړ کړي دي.

نوموړي د خپل اړخ د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور د رسنیو سره په خبرو کې ویلي وه چې طالبان د ښار په څنډو کې پر یو شمېر کلیو واکمن شوي او مرکز ته په ډېر نږدې واټن کې د جګړې لپاره تیاری نیسي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د ښار او ولسوالیو تر منځ ځیني لاري تړلي دي او هره شېبه اندیښنه شته چې پر مرکز برید وکړي.

د فراه امنیه قومندان د ولایتي شورا انديښنه بېځایه بللې وه او ویلي وه چې طالبان که پر مرکز برید وکړي نو په هدیرې به ورته بدل شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.