کفاروته به د خپلو لګښتونو پايله خامخا حسرت او پښېماني وي

ليکوال: عبدالمالک همت

راسئ لومړی د لوی څښتن د معجز کلام قرآن کريم په لاندي دوو آيتونو کي د نړۍ د نن مهال د کفارو حال وګورو او بيا به په لنډو ټکو کي څه حقايق راوسپړو :
﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ (36) لِيَمِيزَ اللَّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَى بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (37)﴾[الانفال: ۸ : ۳۶ – ۳۷]

ژباړه: ٣٦. کومو کسانو چي کفر غوره کړى دى، هغوى خپلي شتمنۍ د دې لپاره لګوي(خپلو غوندي ورک لارو ته يې ورکوي) چي خلک (مومنان) د الله له لاري(او پر خداى او د هغه پر پيغمبر باندي له ايمان) څخه راوګرځوي. دوى خو به په دې لار کي خپل مالونه ولګوي، مګر بيا به د دوى د دغو لګښتونو پايله هغو ته د افسوس او پښېمانۍ لامل وګرځي(ځکه مالونه به يې له لاسه ووزي او هغو هيلو ته چي دوى يې د لوى څښتن د رڼا د له منځه وړلو او د هغه له لاري څخه د خلکو د راګرځولو لپاره لري ونه رسيږي) او پاى به دا کسان (د مومنانو په وړاندي) مغلوب(او د ماتي سره مخامخ) سي. او د غه کافران به (په آخرت کي)د جهنم لور ته ورټول کړى سي(او په هغه کي به عذاب ورکړه سي).

٣٧. (دغه کسان چي کفر يې غوره کړى دى او خپلي شتمنۍ يې د دې لپاره لګولي دي چي خلک پر لوى څښتن باندي له ايمان راوړلو او د هغه له لاري څخه راوګرځوي، هغوى به لوى څښتن د شرم او پښېمانۍ په حال کي راوپاڅوي او دوږخ ته به يې ورغونډ کړي) د دې لپاره چي الله ناپاکي (هغه شتمني چي کفار يې د لوى څښتن له لاري څخه د منع کولو لپاره لګوي) له پاکيو(له هغو شتمنيو) څخه(چي مسلمانان يې د خداى په لار کي لګوي) بېله کړي او ناپاکۍ (هغه حرامي شتمنۍ چي د خداى له دين څخه د منع کولو لپاره لګېدلي دي) يو پر بل باندي واچوي، له ټولو څخه يوه لويه کوټه (ډېرۍ) جوړه کړي او دغه کوټه جهنم ته وغورځوي. دغه کفار دي چي ګردسره(په دې او هغه دنيا کي) په تاوان کي دي.

کفار سره د دې چي ځانونه خورا ډېر هوښيار بولي، خو خورا ډېر ناپوه او جاهلان دي. تاسي فکر وکړئ ، په دې وروستيو سلو کلونو کي چي کفارو کومي پيسې پر نړي والو جګړو، د نورو هيوادونو پر نيولو او ورانولو او په خپلو منځونو کي پر رقابتونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د جګړو او نښتو د اورونو پر بلولو او داسي نورو ورانيو او فسادونو لګولي دی، که يې په نړۍ کي د بې وزلۍ پر له منځه وړلو، وداني، ساينس او ټکنالوزۍ، علم او عرفان، اقتصادي، صنعتي او زراعتي ودي او د انسانانو د هوسايني لپاره لګولي وای اوس به دا نړۍ پر بل مخ اوښتې وای او هيڅ انسان به بې وزلی نه وای، نه به داکرکي، غچ اخيستني او دښمنۍ او وېري وای او نه به دا د نه خوندي توب مېرګيان د انسانانو پر مغزو ناست وای.

لوی څښتن د دوی له جهالت څخه دا زېږېدلی بدمرغه حالت او بالعکس د مسلمانانو نېکمرغي داسي څرګندوي:

﴿ وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3) ﴾ [العصر: ۱۰۳ سوره].

ژباړه: په مهال او زمانه (چي د انسان د ژوندانه پانګه او د دواړو جهانو سعادت ته د رسېدو لپاره د هلو ځلو ځای دی) قسم چي انسانان ټول په لوی تاوان او هلاکت کي دي، پرته له هغو کسانو چي پر الله او د هغه پر پيغمبرانو يې ايمان راوړی دی او ښه عملونه کوي او يو بل ته د حق نصيحت او پر حق باندي د صبر کولو ښوونه کوي.(نو له انسانانو څخه هغه خلک چي په دغو ستاينو ستايلي وي د دې او هغي دنيا په ژوندانه کي ژغورلي او نېکمرغه دي).

موږ به د دغو ناپوهو کفارو ليري تاريخ ته نه ځو يوازي به د دوی پر خپلو ځانونو او نورو انسانانو باندي د دوی اوسنيو جنايتونو او ظلمونو ته وګورو. په روسيه او نورو هيوادونو کي کمونيستي نظامونه په څومرو ډېرو تاوانونو او د انسانانو په وژلو او ورانيو، په وچ زور ټينګ سول. امريکا په څومرو خونړيو جګړو او د انسانانو په عامو وژنو جوړه سوه. شوروي اتحاد په افغانستان کي څونی ورانۍ وکړي او د څومرو بې ګناه انسانانو ويني يې توی کړې، چي دادی تر اوسه د هغو د یرغل شومو اغېزو پر دې هيواد سيوری اچولی دی. دغه کفري هيواد په افغانستان کي خپلي دومري شتمنۍ خاوري کړې چي بالاخره يې خپل ځان پکښي بايلود.

بيا امريکايانو زموږ د پرهر پرهر هيواد په اشغالولو سره هم تريلينونونه ډالر ولګول، هم يې نړۍ د ډول ډول کړکېچونو سره مخ کړه او هم يې د خپل هيواد او دموکراسۍ نوم بد کړ، خو تر پنځلسو کالو ډول ډول ستونزو او سرخوږيو وروسته دادی ويني چي د لازياتو ډول ډول مشکلاتو غرونه ورته ايجاد سوي دي او په افغانستان کي يې بې له تاوانه او خسرانه بل هيڅ په لاس نه دي ور وړي. هر څه يې په صفر کي ضرب دي، بلکي لکه چي موږ ټول پوهيږو د افغانستان هماغه د طالبانو د وخت سم او عادي حالت او امن وامان څوک په خوب کي لاهم نه ويني.، البته نور هم مخ پر ورانېدو درومي او ان دااوس خو چي ليدل کيږي زموږ د هيواد په ګوټ ګوټ کي د وينو حمام روان دی. امنيت تر دې کچي خراب سوی دی چي دولتي چارواکي د سمېټي دېوالونو شاته لا نه دي خوندي او عام خلک له ناامنيو، لارو بندېدو يا ناامنه کېدو، چاپو، بمباريو، سړي تښتونو، مافياوو، اربکيانو، غلاوو، ګرانيو، بې کاريو، د بازارونو او سوداګرۍ د کساد، اجتماعي او اداري ډول ډول فسادونو او نورو ډېرو ناخوالو له لاسه ترپوزي راغلي دي. پرهيواد او هيواد والو باندي تپل سوی دوه سری حکومت او حاکم عناصر بيا داسي په خپلو کي په وراني، کشمکش او توطئو اخته دي چي لاندي قرآني آيت پخوا هم معجزه وو، خو دوی يې په معجزه توب کي هيڅ شک پرې نه ښود، آيت دادی:

﴿ لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا﴾[الانبياء: ۲۱ : ۲۲]

ژباړه: که په آسمانونو او ځمکه کي له يوه الله پرته نور خدايان وای خامخا به په واکمني کي د دغو خدايانو د کشمکش له امله د آسمانونو او ځمکي نظام ګډوډ سوی وای. (ځکه چي په يوه هيواد کي دوه واکمنان او په يوه اداره کي دوه مشران خامخا نظم او ترتيب له منځه وړي).

يو خو هغه جاهل وي چی خپله په هيڅ نه يوهيږي، خو د نورو خبري اوري او د اوضاعو او احوالو اثرات لمسوي، بل هغه جاهل وي چي نه خپله پوهيږي او نه د نورو خبري مني او نه د خپلو کړنو بدي پايلي ورته معلوميږي. غضب دادی چي دغه بې بصيرته امريکايان او لوېديزيان د خپلو کړنو پايلي هيڅ نه څېړي او د نورو پرخبرو خو هيڅ غوږ نه نيسي.

دوی چي دا پنځلس کاله دا دومره لګښتونه وکړه، موږ افغانانو ته خو يې د ګټي پر ځای نه جبيره کېدونکي تاوانونه ورسول. خو آيا دوی ته يې څه ګټه کړې ده؟ نه! هيڅ نه! بلکي حقيقت دادی چي امريکا او لوېديز هيوادونه اوس په ډېربد حالت کی اوسي. دوی ته د افغانستان، عراق او نورو ځايونو جګړې کومي چي دوی پکښي ښکېل دي سختي زیانمني تمامي سوي دي. اقتصاد يې مخ پر ځوړ روان دی، فقر ورځ په ورځ وده پکښي کوي، امنيت يې نه دی خوندي، لګښتونه يې د اند له پاسه دي، په صنعت او اقتصاد کي چين ورځ په ورځ ځني تر مخته کيږي او په مليارډونو مليارډونو ډالرو پوروړي دي او سود يې هم پر اوړي.

خو دوی بيا هم له دې ټولو ناخوالو عبرت نه اخلي او دادي درګرده افغانستان ته پوځيان، وسلې او جنګي سامات آلات رالېږي، زموږ د ټول پوځ لګښت يې پرغاړه اخيستی، د جګړې دا دومره لوی مصارف يې منلي دي او پر هغه سربېره يې په بروکسل کي افغانستان ته د پنځلس مليارډو او دوه سوه مليونه ډالرو ور کول هم ومنل.

که دغو کفارو د سولي او حق ته د تن ايښوولو او عدالت لار غوره کړې وای او دغه پيسې يې بې قيد او شرطه او بې له غرضه افغانانوته (نه غلو او فساد پيشه ګانو ته) ورکړي وای هم به دوی له دې دغومرو کړاوونو خلاص وای او هم به موږ، او نه به دغه دښمنۍ او کرکي وای او نه به په نړۍ کي د دوی دښمنان دغومره ډېرېدلای.

اوس هم که امريکايان وغواړي چي د افغانانو سره رشتيانۍ سوله وکړي جان کيري دي خپلو دغو دوو تنو لاس کښېنولو(عين اوغين) ته ورواستوي او ورته ودي وايي چي موږ د افغانانو سره سوله کوو تاسي غلي سئ !!! بس کار جوړ دی، د سولي د خبرو لپاره دي د افغانانو د رشتيانيو استازو سره خبرو ته لار اواره کړي، خپل پوځونه دي له افغنستان څخه وباسي او خلکو ته دي زمينه مساعده کړي چي د خپلو چارو واګي خپلو مسلمانو، هيواد دوستو، پوهو مشرانو ته وسپاري. خو امريکايان دا کار کله کوي.

رشتيا يې ويلي دي چي بې عقل يې دونه په بل نه کوي لکه په ځان. که د دې کفارو دغه سرټمبه ګي وه خامخا به د فرعونيانو کانه په کيږي. قرآن کريم موږ ته کيسه کوي چي کله فرعون او فرعونيانو پر بني اسرائيلو او موسی عليه السلام باندي ظلمونه شديد او زيات کړل نو پای لوی څښتن موسی عليه السلام ته وحي ولېږلې چي زما بنده ګان له مصر څخه وباسه. موسی د لوی څښتن امر پر ځای کړ. خو فرعون د موسی او د هغه د قوم د راګرځولو او زورولو په موخه د خپلو پوځونو سره په هغه پسي وخوځېد او د سمندر پر غاړه پسي ور ورسېد. دغه مهال د لوی څښتن په امر او د موسی عليه السلام په معجزه موسی او د هغه قوم ته په سمندر کي د اوبو په يوې خوا او بلي خواته کېدو سره لار وايستل سوه او دوی سالم تر سمندر تېر سول، خو فرعون او پوځيانو يې له جهله کار واخيست، سمندر ته يې ورودانګل، چي په دې ډول ټول ډوب او هلاک سول او موسی او هغه کسان چي ورسره وه د فرعونيانو له ظلمونو وژغورل سول.

که امريکايان او لوېديزيان او د دوی اربکيان وايي چي په موږ د فرعونيانو کانه نه کيږی، نو صفويانو چي پر افغانستان تېری کړی وو پای يې څنګه سو؟ په انګرېزانو څه وسول؟ په شورويانو څه وسول؟ نو امريکايان او اروپايي کفار بيا څوک دي چي له دې چاري به مستثنا وی؟!

هيڅ امکان نه لري چي پر دوی دي هم د حق د بري ناره ونه سي، دابه ان شاء الله هرومرو کيږي او د ګران هيواد په ګوټ ګوټ کي به دا آيت خامخا زمزمه کيږي چي: ﴿ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81) ﴾[اسراء : ۱۷ : ۸۱]

ژباړه: حق (اسلام چي يوازي د الله د عبادت او پالني او د عدل او انصاف دين دي) راغی (او الله چي د کوم نصرت ژمنه کړې وه تحقق يې وموند) او باطل(کفر او سيکولريزم چي د ډول ډول معبودانو د عبادت، مادي پالني او ظلم دين دی) له منځه ولاړ، په يقين سره باطل داسي شی دی چي له بنسټ او له اصله له منځه تلونکی دی (د حق په وړاندي نه سی ټينګېدلای او بالاخره بری د حق او حقيقت وو او دی)“.

البته که څوک وايي چي کفار خپلو لاس کښېنولو ته داپيسې د دې لپاره ورکوي چي په بدل کي يې زموږ شتمنۍ او تر ځمکي لاندي کانونه چور کړي او دلته نوري سيمه ييزي او نړۍ والي ګټي هم لري، دابه وي، خو دا په دغونه مشکلاتو چي دوی ته متوجه دي او نور هم ورته متوجه کيږي نه ارزي. د بوش دولت يو وخت ادعا کړې وه چي د عراق جګړه به خپل لګښتونه د دغه هيواد له نفتي سرچينو څخه تامين کړي، خو بالاخره واشنګټن اړ سو چي د افغانستان او عراق د جګړې لپاره د دووتريليونو ډالرو پور له بهرنيو پورورکوونکو څخه واخلي او تر هغه راوروسته خو دادی وينو چي عراق دوی ته د خدای په يوه غضب واوښتی. همداراز په دې اړه د اقتصاد پوهانو له برآوردونو څخه معلوميږی چي په افغانستان کي د امريکايانو تر غلاوو د دوی لګښتونه څو چنده زيات سوی دی. بل ليري نه ده چي د شوروي کانه په وسي. شورويانو هم غوښتل د افغانستان په اشغالولو سره ځانونه تودو اوبو ته ورسوي، خو دا هيله يې پوره نه سوه. امريکايان هم کېدای سي د شوروي غوندي راوپرځي او متحده ايالات يې په متفرقه ايالاتو واوړي.

وما ذالک علی الله بعزیز.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.