د اکتوبر اوومه د تور تاریخ پیلامه

لیکنه ـ خالد منهاج

د افغانستان پر مقدسه خاوره د امريکایانو او تر څلويښتو زیاتو نورو هیوادونو یرغل د 2001م کال د اکتوبر پر اوومه نيټه له هغه وروسته پیل شو چې طالبانو د امریکایي ولس مشر جورج بوش دا اخطار ونه مانه چې د دوی مېلمه اسامه بن لادن او د هغه ملګري ورتسليم کړي او هم د ده روزنيزه کمپونه وتړي. بوش د غرمې پر یوه بجه د ټلوېزون پر سکرین را ښکاره شو او اعلان یې وکړ ، چې د امریکا پوځ زما په امر په افغانستان کې د القاعدة پر تروریسټي روزنیزه کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو باندې حملې راپیل کړي دي.

طالبانو د څلور دېرش ورځني فرشي بموریو څخه وروسته کابل پرې ښاوه او غرونو ته لاړل چې د هغه ځایونو څخه یې خپل جنګ ته دوام ورکړ.

په شمال کې هم د دوی ځواکونو هله وسلې تسلیم کړې چې تاجکو او ازبکو جنګسالارانو کورونو ته د تګ لپاره د ژغورلي لاري ژمنه ورکړه ، یعني هغه ژمنه چې دغو مخکنیو دښمنانو یې د وفا اراده نه لرله.

امریکا د دې جنګ د ګټلو په نیت نه یوازي په هند سمندر کې د خپلو اوبتلونو او طیارو وړونکو بېړیو استقرار ته اړتیا لرله بلکي د پخواني کمونیسټي دولتونو لکه روسیې ، ازبکستان او تاجکستان او همداراز پاکستان ملاتړ یې هم غوښت تر څو د هغوی فضا یې استعمال کړې وای او د هغوی په هوایي ډګرونو او اډوکې یې خپل پوځیان مستقر کړي وای.

امريکا پر طالبانو او القاعدة ځواکونو باندې د خپلي اته هفته ییزه بم وریو په ترڅ کې تقريباً ټولې ورانووکې وسلې استعمال کړې ، په دې لړ کې ځیرک بمونه ، یورانیم لرونکې سرګلولې او تر ټولو ډاروونکې او ځوروونکې هم (بي ایل یو ۸۲ ډیزي کټر) ، پنځلس زره پاویزه بمونه ول.

له هماغه ورځې څخه چې امریکا پر افغانستان یرغل پیل کړ د افغانانو ټولوژنه ټکونه ، تعذیب ، فقر ، غربت او د استقلال بایلل پیل شول ، افغانستان په هر لحاظ د انزوا لور ته رهي شو او د افغانستان رښتني بچیان د پردویو لومو ښکار شول.

په تأسف سره چې نن پنځلس کلونه پوره شول خو افغانان لا هم د خپلواکۍ او ازادۍ خاوندان نه شول ، اشغال دوام لري او لابه دوام کوي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.