دمسلمانانو سالار ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه …

“حقمل “عبدالعزیز

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم- لکل امة امین وامین هذه الامة عبیده ابن الجراح .

پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایی : د هر امت لپاره یو امین شته اود دی امت امین عبیده بن جراح رضی الله عنه دی.

ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه د ښکلی مخ تازه رنګ ، ډنګر صورت ، لوړی تنی او پر مخ یی د لیږو ويښتانو خاوند وو ، د هر کار پر وړاندی یو نه ستړی کیدونکی مبارز وو، د دی جلیل القدره صحابی په لیدلو د سترګو دمه جوړیدله د انسان زړه خوشحالی محسوس کوله او په هر کار کی د اخلاص او تدبر یوه نمونه وه .

د ښو اخلاقو خاوند د نرم طبیعت ، د حیا ء نه ډک ، ښه تدبیر کوونکی او امانتدار وو په ښو کارونو کی متحرک او تیز وو د توری د تیغ غوندی ځلیدونکی او تیز پریکوونکی ، په هر کار کی درمیانه کوونکی او ډیر متواضع د نرم خوی خاوند وو ، د ده پر وړاندی به چی کوم کار مشکل او یا یی قیصه غټیدله د رضی الله عنه به د زمری په شان وردانګل دهیچا څخه به یی ویره نه کوله بی د الله نه .

د دی جلیل القدره صحابی لقب (ابو عبیده بن جراح) دی او په دغه نوم پیژندل شوی. د ده اصلی نوم عامر بن عبدالله ا بن الجراح فهری قریشی دی.

عبدالله بن عمر رضی الله عنهما د دی جلیل القدر صحابی صفت کوی او وایی: دقریشو څخه دری تنه د ښکلو مخونو ، ښو اخلاقو او ډیری حیا خاوندان دی که دوی تاسو سره خبری کوی نو هیڅ درواغ نه وایی ، او که ته د دوی سره خبری کوی نو دوی تا درواغجن نه ګڼی او دغه دری تنه ابوبکر الصدیق ، عثمان بن عفان او عبیده بن الجراح رضی الله عنهم دی .

عبیده بن الجراح رضی الله عنه د اولنیو مسلمانانو څخه ګڼل کیږی ، او د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه د اسلام قبلولو نه وروسته په دویمه ورځ اسلام قبول کړ، او دی د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه په لاس مسلمان شوی دی.

( یوه ورځ ابوبکر الصدیق رضی الله عنه سره څلور تنه مخامخ شول د اسلام دعوت یی ورکړ او هغوی هم د اسلام مبارک دین ته مائل شول ، ابوبکر الصدیق رضی الله عنه دوی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راوستل او هغه ته مخامخ یی کښینول بیا دوی رضی الله تعالی عنهم د اسلم راوړلو اعلان وکړ ، دوی هر یو لکه عبیده بن الجراح ، عبدالرحمن بن عوف ، عثمان بن مظعون ، ارقم ابن ابی الارقم دی).

ابو عبیده بن جراح رضی الله تعالی عنه د اسلام په اولو وختونو کی ډیر تکلیفونه ستونځي او سختی ورځی تیری کړی . له مسلمانانو سره یی په غم ،مشکل او سختو ورځو کی ګډون کاوو په دغه صحابی ډیر امتحانونه راغلی دی او هر امتحان کی سرلوړی او کامیاب شوی دی ځکه دی د امت امین پیغیمبر صلی الله علیه وسلام بللی دی او ورته د امین لقب ورکړل شوی دی.

محمد بن جعفر روایت کوی وایی – یوه ورځ د نصرانیانو یو ټولګی راغی او د پیغمبر صلی الله علیه وسلام څخه یی وغوښتل ، ای ابوالقاسمه – له مونږ سره دی ستاسو یو ملګری ولیګه چی زمونږ په مابین کی فیصله وکړی د هغو په مالو کی چی مونږه اختلاف لرو ، نو نبی کریم صلی الله علیه وسلام ورته وفرمایل چی تاسی بیګاء ته راشی چی زه له تاسو سره یو قوی ، تکړه ،امانتدار او امین کس ولیګم ،عمر رضی الله عنه وایی نو زه د ماسپیښین لمانځه ته وختی راغلم ترڅو زه ددی لقب څښتن شم او زما هیڅکله امارت نه خوښیده خو په دی ورځ می پر دی خوښ شو تر څو زه یو امین او امانتدار شم ،دی وایی کله چی لمونځ خلاص شو پیغمبر صلی الله علیه وسلام یو ځل چپ ته ګوری او بل ځل راسته عمر رضی الله عنه وایی نو ما د پیغمبر صلی الله علیه وسلام ته ځان اوږد اوږد کوو چی ترڅو ماته ووایی ، ګورم چی د پیغمبر صلی الله علیه وسلام سترګی په ابو عبیده بن جراح رضی الله عنه ولګیدی او ځانه ته یی وغوښت او ورته یی امر وکړ چی له دوی سره لاړ شه دی دوی پر مابین حقه او په امانت سره فیصله وکړه په کوم کی چی دوی اختلاف لری ،نه تنها امین وو بلکی امانتدار هم وو.

یوه ورځ پیغمبر صلی الله علیه وسلام سریه ته ولیګه کومه قافله چی د قریشو راتله د هغه لپاره یی ورته امر وکړ ده ته یی او ملګرو ته یی د سفر خرچ تیار کړو او دی یی د سریه قومندان وټاکه ، د سفر خرچ کی یی ورته یوه کڅوړه کی خورما ورکړه نور د خواراک څه نه وه ، نو ده به هر خپل فرد ته په ورځ کی یوه خورما ورکوله او په هغه به یی خپل ځان ساته او زړی به یی ټوله ورځ په خوله کی زبیښه لکه چی ماشوم د خپلی مور تی روبی نو داد ده امانتداری وه چی ټولو ته به یی په ورځ کی یوه خورما ورکوله او ټوله ورځ به یی په یوی خورما تیروله .

په ابو عبیده بن جراح رضی الله عنه باندی ډیر امتحانات راغلی دی او لله الحمد په ټولو امتحاناتو کی کامیاب شوی دی د بیلګی په تو ګه به یوه قیصه وکړو کفایت کوی ، ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه په ډیرو غزا ګانو کی شرکت کړی وو خو د بدر په غزوه کی له یوه ډير نااشنا او تعجب کوونکی امتحان سره مخ شو ، هغه داسی وو چی کله صفونه دواړی خواوی برابر شول نو دغه صحابی په ټوپونو ټوپونواو ډیر شوق د مسلیمینو صف مابین ته ځان ورسوه له هیچا یی ویره نه محسوسوله او لکه زمری به په میدان د بدر کی ګرځیده ، جنګ شروع شو دواړی خواوی ښه په شوق او ذوق او په جذبه جنګ کوی ،

خو دی د امت امین ډیر په شوق سره لکه زمری په هر مشرک وردانګی او سر یی له تنی نه غوڅوی ، نو په داسی وخت کی له یوه کس سره مخ شو او لاره یی ترینه بچ کړه ، هیڅ یو مشرک له ده صحابی سره مقابله ته نشی راتلی او هر مشرک ترینه خپله لار بچ کوله ، خو یو کس وو چی ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه مخ مخ ته به کیده او غوښتل یی چی دا رضی الله عنه له مینځه ویسی خو د جلیل قدر صحابی به لار ترینه بچ کوله ، نو ابو عبیده بن جراح رضی الله عنه یی دیته نه پریښوده چی د مشریکینو سرونه غوڅ کړی ،چی کله به ده رضی الله عنه دا کوشش او هڅه وکړه چی په کوم مشرک ورودانګی نودغه کس (مشرک) به یی مخه نیوله ،حتی ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه له دغه کس نه ډیر په عذاب او ترینه تنګ شو چی حتی ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه پری ګذار وکړو او سر یی له تنی نه ترینه جدا او دوه پړاقی یی کړو .

نو ایا تاسی پوهیږی چی دا کس څوک وو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

دا کس د ابو عبیده خپل پلار عبدالله بن جراح دی ، پوهیږی خپل پلار چا وژلی دی ،دغه صحابی رضی الله عنه خپل پلار نه دی وژلی بلکی ده پخپل پلار کی شرک وژلی دی .

بعد د نبی کریم صلی الله علیه وسلا م له وفات نه ورورته ابوبکر الصدیق ، عمر فاروق ، ابوعبیده بن جراح بنو سقیفی ته لاړل لپاره د بیعت نو هلته عمر رضی الله عنه د ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه لاس یی ونیوه او ورته ویی ویل چی زمونږ بیعت دی له تاسره ځکه ته د امت امین یی او پیغمبر صلی الله علیه وسلام ته امین منلی یی ، ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه ورته وفرمایل زه بیعت نه کوم ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلام د امامت په خاطر ابوبکرالصدیق رضی الله عنه ټاکلی دی .

نو د صحابوو رضی الله عنهم کامیابی خاص د هغوی په ایمان او د دین سره د مینی وجه ده نه د بل څه شی، په یوه حديث کې راځی پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمایی : تاسې تر هغه پورې پوره مسلمان نه شئ‌ ګڼل کېدلی تر څو چې زه ورته تر خپل ځان، مور او پلار او اولاد ګران نه شم.

داسی خلکو په خپل دین سرونه ورکړل او له رسول الله صلی الله علیه وسلام نه یی خپل ځانونه قربان کړل ، نو راځی چی مونږ خپل ځانونه د دین له زمریانو سره مقایسه کړو چی مونږد دین لپاره څه وکړل او خلکو څه وکړل ،دا ځکه وایم چی مونږ خو په دنیا کی د دین حتی د وطن ټیکداران بولو نو راځی چی له دوی سره ځان مقایسه کړو .

۱-ایا هغوی شتمنی یا دنیا (ځمکی ، مالونه ،پیسی ) درلودله یا یی د عام ملت ځمکی غصب کړی وی یا یی منصب ته خوښی ښودله؟؟؟؟؟؟

بدبختانه زمونږ په اجتماع کی کوم مشران چی دی شتمنی یی دومره ده چی ملکونه په پیسو آخیستی شی دنیا ډیره لری د ځمکو په غصب کی اول نمبر دی او په منصب (مشری ) یی جنګ دی او د جهاد ټیکه یی هم آخیستی .

۲- ایا هغوی رضی الله عنهم د مظلوم سره استعانت کوونکی وو اوکه ظلم او تیری کوونکی؟؟؟؟؟؟؟

بدبختانه زمونږ معاشره یا د اجتماع مشران له ظالم سره دا کومک کوی چی مظلوم نور هم وزپی او ذلیل یی کړی او د مظلوم په سرونو لوبی وکړی او د مظلوم په ناموس تیری وکړی چی حتی ښه مثال یی حکومتونه ورکولی شو.

۳- ایا هغوی ښه مجاهدین نه وو ،او د مظلوم آه یی نه آوریدله ، آیا هغوی تر ټولو ښه مسلمین نه ووکوم یوه صحابی ویلی چی زه مجاهد یم ، ایا هغوی د دین هر حکم ته لبیک نه وایست اوهرکار یی ښه په تدبر سر ته نه رسوو ، کوم صحابی د مسلیمینو وینه بیرته له دوښمن سره بیعه کړی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

بدبختانه زمونږ مجاهدینو د خلکو لپاره جهاد وکړلو او منصب لپاره ، مخلصین مجاهدین یی ټول په شهادت ورسول اوخپله نن ورځ د هغوی مالونه غصب کوی او د وینو بیعه یی بیرته له همغو دوښمنانو سره وکړه پرون یی چی په کومه فتوا ورسره د جهاد اعلان کړی وو ،او نن ورځ د مجاهد نوم هم خپل ځان ته ورکوی په هیواد کی یی بیلګی ډیری زیاتی دی ، او بیرته له دوښمن سره په یوه میز ډوډی خوری او د لیلا او مجنون قیصی کوی، او دا تش په نامه مجاهدین دالله متعال هر حکم یی ترپښو لاندی کړ او ډالرو ته یی ورمنډه کړه ، اوس خو یی ذلت او رسوایی ګوری په خپلو سترګو وینی ،الله متعال دی مونږ او تاسی د دین د هر حکم تابع کوونکی وګرځوی او الله متعال دی مونږ او تاسی د انحراف له ټولګی وساتی .

والله علی ما نقول وکیل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.