بادغیس کې ۸۰ سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د بادغیس سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په بادغیس کې د قومندان په شمول لسګونه سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طلوع نیوز تلویزون د یوه خبر له مخې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې ٨٠ تنه سرحدي پولیس د خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د طلوع خبریال زیاتوي چې دغه سرتیري له څلورو ورځو راهیسې محاصره وو چې د کومکي ځواکونو د نه وررسیدو په نتیجه کې بالاخره نن طالبانو ته تسلیم شول.

د بادغیس د والي ویاند خالدساپي هم دغه خبر تایید کړی خو د تسلیم شوو عسکرو شمېر یې بیا ۴۸ ښودلی دی. هغه ویلي دي چې دغه سرتیري د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق کلي کې پرون /جمعه، تلې ۱۶مه/ ماښام مهال طالبانو ته تسلیم شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د تېرو دوو ورځو راهیسې په دغه سیمه کې د طالبانو او سرحدي پولیسو تر منځ جګړه روانه ده چې د دغه ولایت د نظامي شورا د پریکړې له مخې بالامرغاب ولسوالۍ ته ۲۱۰ نور کومکي سرتیري ولېږل شول.

ساپي ادعا وکړله چې سیمې ته د تازه دمو سرتېرو ورتګ سره دوه سرحدي پوستې « ۴ نمبر او ۵ نمبر» چې تر دې وړاندې طالبانو نېولې وې، بېرته دولتي ځواکونو ونېولې.

د والي ویاند د معلوماتو له مخې د موریچاق کلي «قلعه پوسته» چې په هغه کې د قومندان اکبربای تر قومندانۍ لاندې ۴۸ سرحدي پولیس موجود و، نن ماښام ورسره د دولتي ځواکونو اړیکه پرې شوې ده.

ساپي منلې چې د بالامرغاب دغه سرحدي پولیس د ټولو تجهیزاتو او مهماتو سره د طالبانو سره یوځای شوي دي.

بل لوري ته د بالامرغاب سیمه‌ییز مسوولین بیا تسلیم شوي سرحدي پولیسو شمېر ۶۵ ښودلی او ویلي یې دي چې دوی د تېرو دوه ورځو راهیسې طالبانو محاصره کړي وو او نن ماښام د ټولو تجهیزاتو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شول.

طالبانو هم په موریچاق ولسوالۍ کې د ۸۰ سرحدي پولیسو تسلیمیدو خبر تایید کړی دی. دوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د جمعې په ورځ ماښام ۶ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند د مارچاق په سیمه کې د ترکمنستان سرحد ته څیرمه یوه مهمه قرارګاه چې له تېرو ۳ ورځو راهیسي د دوی تر کلکې محاصرې لاندې وه په بشپړه توګه ونېوله.

طالبانو زیاته کړې چې د بریدونو په پایله کې ۱۵ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۸۰ تنه عسکر له خپلو وسلو اومهماتو سره دوی ته تسلیم شوي.

د بالامرغاب ولسوالۍ موریچاق کلی د ترکمنستان سره سرحد لري او طالبان په کې پراخه حضور لري.

تېر کال هم طالبانو د موریچاق کلي ټولې پوستې محاصره کړې وې چې وروسته دولتي ځواکونو ځمکني او هوايي عملیات وکړل او محاصره یې ماته کړله.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.