افغان حکومت پر پاکستاني لاریو مالیه دوه چنده لوړه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): افغان حکومت پر هغو لاریو چې د پاکستان څخه افغانستان ته داخلیږي مالیه لوړه کړې چې له کبله یې ترانسپورتي شرکتونو اعتصاب کړی دی.

ډان نیوز پاکستانی تلویزون د راپور له مخې د ترانسپورت شرکتونو ویلي چې افغان حکومت په پاکستاني لاریو باندې مالیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰۰ افغانیو ته لوړه کړې ده. همدا راز یې په افغاني لاریو چې له پاکستانه افغانستان ته داخلیږي بیا مالیه له ۱۷۰۰ افغانیو څخه ۲۵۰۰ ته لوړه کړې ده.

د ترانسپورت شرکتونو د ماليې د لوړېدو خلاف کاري اعتصاب کړی دی.

د خیبر ټرانسپورت اتحاديې مشر شاکر افریدي ویلي چې د ماليې لوړیدل دوی ته د تحمل وړ نه دي ځکه افغانستان ته د موټرو ننوتلو سره په ډيرو نورو ځایونو کې هم د مالیو په نوم پیسې اخېستل کیږي.

هغه وویل چې د ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته ترانسپورت شرکتونو د دغه ماليو په لوړیدو اعتصاب کړی او خبره یې افغان سرحدي چارواکو ته هم رسولې ده.

د افغان ترانسپورت اتحادیې مشر حاجي قاسم عرب هم د مالیې لوړیدو خلاف د لاریون تایید کړی دی او ویلي یې دي چې له افغان چارواکو سره یې په دې اړه لیدلي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.