۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ.

د امريکايي يرغل په وړاندې زمونږ مسووليت څه دی؟

محمد جواد

نن تېره ورځ په ډېر جرءت او مېړانه سره د اسیا او افغانستان په زړه (کابل) کې د ۷م اکتوبر هغه ، له ظلم ډک، وحشي تور کرغېړن، ناروا تېری وغندل شو او تل لپاره به یې موږافغان مؤمن مسلمان ولس په سخټو ټکو غندو، چې له امله یې زموږ مؤمن مظلوم ولس څخه د ارامۍ، ورورولۍ سوکاله، متحد، اطمناني ژوند واخیست!!

له کومې ورځې، چې امریکایي وحشي صفته حکومت زموږ په سپېڅلې حریم او خاوره تجاوز کړی له هم هغې شپې، ورځې نه د بشردوستۍ او امن ترعنوان لاندې په مسلسل ډول مو وړه، ستر نر، ښځه، سپین ږیري په بې رحمانه ډول وژل کیږي دا خو لا پریږده، د مور او میندو په ګېډه کې له نړۍ ناخبره نالیدلي معصوم ماشومان مو هم له ورته خطر سره مخ او وژل کیږي!!!

که د اسلامي شریعت او انساني عقل او حقیقت له مخې ځېر شو، نو دا به معلومه ،ثابته شي، چې د نړۍ امن او انسانیت چاه له ګواښ او خطر سره مخ کړی، موږ افغانانو او که امریکایانو؟؟

جواب: په حقیقت کې که صادقانه یو طرفه قضاوت وشي ، انسان خو لاپریږده هوایي، سمندري او ځمکني حیوانات مرغان، ماهیان به هم پدې اعتراف وکړي چې موږ له امریکایي شیطاني او دجالي لښکر نه بې امنه او خطر کې یو!!!

راځئ د افغانستان مظلوم بې دفاع مؤمن ولسه چې خپل اسلامي، افغاني او انساني سالم فکر او عقل له مخې دوست او دښمن درک او وپیژنو او بیا چې کوم اسلامي، افغاني انساني مسؤولیتونه چې نن راته متوجې او پرې مکلف یو د هغه په سرته رسولو کې یی یو بل ته د تعاون، وحدت ،اخوت او مینې لاس ورکړو، ترڅو له داسې ناوړه ظلم، وحشت، غلامۍ نه خلاصون، نجات ترلاسه کړو او پرځای خپلواک، متحد، ازاد او شرعي ، ملي ژوند او نظام رامنځ ته کړو ، یو بل ته له انتقام، ضدیت، تعصب او له ناوړه شخصي دښمنۍ څخه لاس واخلو او لکه څرنګه چې مؤمنان او مسلمانان یو، همداسې باید ريښتوني مخلص خپل شرعي حکم او قانون ته تسلیم شو، ترڅو په ورځ دې محشر رب العالمین ته شرمینده او رسوا نشو او هغه څه وکړو چې پرې مکلف او مسؤول ګڼل کیږو او له تېر ماضي موجوده نه لوی عبرت او پند واخلو.
الله عزوجل دې وکړي چې نور الله عزوجل او حق ته تسلیم شوو.

د اسلام او د وطن ازادۍ، خپلواکۍ دیو با امنه شرعي ملي نظام په هیله.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.