پولیسو د جګړې وروسته د یوه دوکاندار د نیولو پر مهال

امریکا: ۳۱ دوکاندارانو او غلو یو بل سره وژلي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د امریکا په فلوریډا ایالات کې تر طوفاني باران او باد وروسته د دوکانونو مالکانو او غلو تر منځ درنه نښته را منځته شوې.

د امریکا د فلوریډا ایالت د سمندر پر غاړه موقعیت لري، او هر کال د طوفانونو له امله د دروند زیان سره مخ کیږي، د طوفان پر وخت د امریکا حکومت د اوسیدونکو څخه غوښتنه کوي چې له ساحلي سیمو څخه خوندي سیمو ته ځان ورسوي.

د سي ان ان تلویزون د خبر سره سم وروستي طوفاني هوا قوت ۱۲۹ میله په ساعت کې وو، چې له امله یې د برېښنا مزي وشکېدل او ټرانسفرمران تخریب شول، په ځینو سیمو کې د برېښنا له امله اورونه ولګېدل، او تر یوه ملیون زیات اوسیدونکي له برېښنا څخه محروم شول، ۲۲ زره کسان له طوفاني سیمو څخه خوندي سیمو ته انتقال شول.

د سیمي دوکانداران وايي چې هر کال تر طوفان وروسته غله راځي او ددوی ټولي شتمني غلا کوي، ځکه نو دا ځل پاته شول تر څو د خپلو مالونو حفاظت وکړي.

د ویلو بروک شاپنګ سنټر (Willow Brook shopping center) دوکانداران نن سهار وخت د غلو سره هغه په جګړه شوه کله چې هغوی ددوی د مارکیت د غلا کولو په نیت پر مارکیټ برید وکړ.

پولیس وايي چې تر طوفان وروسته جګړه کې ۱۲ دوکانداران او ۱۹ غله ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.