د معلم او متعلم  اړيکي

نعمت الله “شاکر”

د علم انتقال يوه معنوي رابطه ده، چي د عالم يا استاذ څخه طالب يا متعلم او محصل ته په انتقال ئې اصل په عالم کي هم پاتيږي.

د استاذ او محصل تر منځ رابطه معنوي ده، چي يو له بل سره د متقابل احترام او شفقت پر بنياد ژوند کول ئې نه يوازي مسئوليت دی بلکي د استاذ او محصل تر منځ د محبت او صميميت فضا ايجادوي، چي تنيجه ئې په دنيا کي ښه افاده او ښه استفاده ده او په آخرت کي به د ښې اجورې مستحقين سي، بله لا دا چي کله استاذ د محصل سره ملاقي کيږي، نو دواړه به يو له بله راضي او خوښ وي.

د درس افاديت او اخذ د روح او روان سره مستقيماً تړاو لري، نو هغه وخت ښه درس کېدلای سي، چي استاذ د محصلينو لخوا مطمئن وي او په سکون سره درس ورته وايي. او محصلين هم د هغه استاذ څخه ښه درس زده کولای سي، چي دوی د استاذ له اړخه مطمئن وي؛ ځکه روحاً آرام وي او د استاذ لخوا څخه هيڅ تشويش نلري.

دا هم په اثبات رسېدلې ده، چي هغه استاذ محصلينو او طالبانو ته محبوب وي، چي هغوی د خپلو وروڼو او درنو ملګرو غوندي ويني او تل د هغو خوشحالي او بريا د ځان وياړ بولي.

که خدای مه کړه استاذ د محصلينو په عيبونو پسي ګرځېدی يا هم محصلين د استاذ په عيب پسي پلټني کولې، نو د احترام او شفقت فضا له منځه ځي او ځای يې تجسس اونفرت نيسي، چي په نتيجه کي به نه يوازي داچي د دنيا ستړيا عبث او بې فايدې سي، بلکي په آخرت کي به هم هر يو د هغه بل د حقوقو پر تجاوز ماخوذ وي(نعوذ بالله).

الله’، چي  رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د ټول بشر لپاره د معلم په حيث راليږلی وو هغه د تور او سپين يا عرب او عجم فرق نه کاوه بلکي د هر چا سره ئې د انساني او اسلامي اخلاقو پر معيار رابطه درلوده، يوازي د تعليم او ښووني پر وخت به ئې هغه کسان ځان ته نژدې کښېينول،چي پوره فهم او قوي درک به ئې درلود؛ ځکه هغو ته د علم تر انتقال وروسته به هغوی نور ښه پوه کولای سوای، چي دا د ليري کسانو په هيڅ ډول توهين او سپکاوی نه وو.

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم به  صحابه ? دعوت  او تعليم ته په مختلفو طريقو تشويقول او هڅول، تر څو هر صحابي د جهاد تر څنګ داعي او معلم هم وي، کله به ئې د تعليم ترغيب ورکاوه، کله به ئې د دعوت ترغيب ورکاوه، چي يو حديث زما د ذکر سوي ادعا لپاره کفايت کوي:

لِيُبَلِّغِ الشَّاهِدُ الْغَائِبَ فَإِنَّ الشَّاهِدَ عَسَى أَنْ يُبَلِّغَ مَنْ هُوَ أَوْعَى لَهُ مِنْهُ.

امام بخاري F د عرفې د ورځي د حجة الوداع په حکايت کي يو حديث را اخيستی دی، چي يوه برخه ئې داده: (مخکي خبري) د دې لپاره وې، چي حاضر ئې غائب ته ورسوي؛ ځکه ښايي دغه حاضر کس داسي چاته د دين خبري ورسوي، چي هغه تر ده ډير په پوه سي.

دا دونه تشويقي جمله او متن دی، چي هر صحابي کوښښ کاوه تر څو د  رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ارشادات هر چاته ورسوي، درسول اکرم 3 دغه تشويقي جمله تر قيامته پوري هر چاته متوجه ده او هر هغه څوک، چي د دې په ګټه خبر دی هغه ئې نورو ته رسوي.

والسلام



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.