ولایتونه سقوط کوي خو ولسمشر په روغتونو چاپې اچوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د کندوز د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او هوايي میدان پرته نېږدې ټول کندوز ښار طالبانو نېولی، له تېرو ۷ ورځو راهیسې د ښار په کوڅو کې جګړه روانه ده، د هلمند لښکرګاه څو کیلومترۍ کې جګړه روانه ده، فراه او روزګان د سقوط په درشل ولاړ دي، ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت څخه ناڅاپي لیدنه کړي او یو شمېر مسوولین يې له دندو ګوښه کړي دي.

اشرف غني نن له غرمې مخکې عامې روغتیا وزارت څخه د ناڅاپي لیدنې پرمهال د عامې روغتیا وزیر ته د یو شمېر هغو لومړۍ درجه مسوولینو د ګوښه کولو لارښوونه وکړه، چې په دندو کې یې بې غوري او تنبلي کوله.

ولسمشر همدارنګه په غیر قانوني توګه ټول مقرر شوي کسان منفک اعلان کړل او وې ویل، مقررۍ او منفکۍ د قانون په اساس کېږي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني د کابل نهمې امنیتي حوزې ته د شپې پر ۱۱ بجو ورغلی و او غیرحاضر مسوولین یې له دندو منفک کړي وو.

د عامې روغتیا وزارت څخه د ولسمشر لېدنې په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه پارولي دي. د ټولنیزو رسنیو فعال نظیم سمون په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې «نور هرڅه بېخي سم روان دي، فقط د وزیر اکبر خان روغتون کې یو څه ستونزه وه، ډاکټرانو ناغېړي کړې وه. د کندوز جنرالانو ته باید یو یو مډال تیار شي».

همدا راز اجمل هوډمن لیکلي چې ولایتونه د سقوط له ګواښونو سره مخ دي او د ولسمشر لپاره لومړیتوبونه بیا د عامې روغتیا وزارت څو مامورینو لرې کول دي:

«خبره د لومړیتوبونو ده، په داسې حال کې چې کندز ، هلمند ، فراه ، بغلان او روزګان له لویو تهدیدونو سره مخامخ دي، د عامې روغتیا د وزارت له یو یا څو رئيسانو او مامورینو سره محاسبه په دې حساس وضعیت کې د وخت وژل دي!».

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال محمد علي محمدي لیکلي چې «د افغانستان ستونزه د عامې روغتیا په وزارت کې او اندراګاندي روغتون کې نه ده، د افغانستان ستونزه امنیت ده، ستونزې په هلمند او په کندوز کې دي. ښه خو دا وه چې اشرف غني یوه شپه یا ورځ کندوز ته لاړ وای او بې شعوره والي یې له دندې ګوښه کړی وی».

شفیع اعظم بیا لیکلي: «ته وا د ۴ سوه بستر ډاکټرانو برطرف کول به لومړیتوب و که د کندز جنګل باغ او اصلاح باغ قومندانان؟
نه پوهېږم ما پوه کړئ کنه یار!».

د ارګ په رسمي فیسبوک پاڼې د عامې روغتیا وزارت څخه د ولسمشر ناڅاپي لېدنې پر پوسټ هم فعالانو توندې نېوکې کړي دي.

ایمل صدیقي په نوم یو فیسبوکي فعال لیکلي چې « ولسمشره! کندوز په اور کې سوځیږي او تاسو په څه کارونو بوخت يئ؟ ایا د کندوز انسانان د ژوند حق نه لري؟ ولې ورته پاملرنه نه کوئ د خدای په لحاظ له خدایه وویریږئ».

ډیری شنونکي وايي چې ولسمشر غني تر دې دمه د کارونو په لومړیتوب سر نه دی خلاص او د مایکرو منجمنټ (وړو کارونو اداره) په کولو سره د غټو کارونو د ترسره کولو پاتې دي.



یوه تبصره

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.