د پاچا ګوته«له پنده ډکه کيسه»

ژباړه : عطا محمد میاخېل

یوه پاچا د مڼې سپینولو پرمهال په یوه تېره چاقو خپله ګوته غوڅه کړه . کله چې په چیغو یې ډاکټران ( روغتیا پالان ) را غوښتل، وزیر یې وویل : د الله (ج) هېڅ کار بې حکمته نه وي .

پاچا د دې خبرې په اورېدو ډېر خپه شو او چیغې یې کړې : زما د ګوتې په غوڅولو کې څه حکمت دی ؟ خپلو سړیو ته یې امر وکړ، چې وزیر زنداني کړي .

ډېرې ورځې تېرې شوې، تردې چې پاچا د ښکار له پاره ځنګله ته لاړه او په هغه ځای کې له سر تېرو څخه دومره لرې شو، چې خپل ځان یې د یوې وحشي قبیلې په منځ کې یوازې ولیده . هغوی پاچا ونیوه او د وژلو په موخه یې په یوې ونې پورې وتاړه، خو هغې قبیلې یو عجیب دود درلوده، چې د قربانیانو بدن یې باید په بشپړه توګه روغ وي او دا چې پاچا یوه ګوته نه درلوده، نو هغه یې خوشې کړ او هغه بېرته خپلې ماڼې ته را وګرځېده . په داسې حال کې چې د خپل وزیر د خبرې په اړه یې فکر کاوه، د وزیر د خوشې کېدو امر یې وکړ . کله چې وزیر د پاچا خدمت ته حاضر شو، نو پاچا وویل : زما د ګوتې غوڅېدل زما له پاره یو حکمت درلوده، خو دا زندان تلل ستا له پاره پرته له کړاوه څه ګټه درلوده ؟

وزیر موسکی شو او وې ویل : زما له پاره یې هم ډېره ګټه درلوده، ځکه چې زه به تل له تاسره وم او که چېرې په هغه ورځ زندان کې نه وای، نو وژل شوی به وم .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.