محرم الحرام میاشت او عاشورا «دویمه برخه»

احمد الله عاطفي

یو کال ۱۲ میاشتې دي او په دوی کې ۴ میاشتې دډیر احترام وړ دئ ،چې دری يې پر له پسی، ذی القعدع، ذی الحج او محرم او بله دسپوږ میز کال ۷ میاشت(رجب) دی چې دجمادی او شعبان تر مینځ قرار لري.

دالله سبحانهُ وتعالی دمبارک ارشاد او ددی ارشاد په تفسیر کې درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث دښه پوهیدو لپاره وړ ده چې دسپوږ میز کال میاشتې وپيژنو: محرم الحرام(محرم)، صفر المضفر(صفر) ،ربیع الاول، ربیع الثاني ، جمادی الأول ، جمادی الثاني ، رجب المرجب(رجب) ، شعبان المعظم (شعبان) ، رمضان المبارک(رمضان) ، شوال المکرم (شوال)، ذی القعدة‎، او ذی الحجة .

له دی دولس میاشتو څخه څلور میاشتی ډیر داحترام وړ دي ، ددی احترام دقرانکریم دمبارک ارشاد نه څرګنده ده او له هغه زمانی چې کله زمکه او اسمان جوړ شوي دي،دمیاشتو همدا شمیر په لوح محفوظ کې لیکل شوی او دکایناتو عمر په همدی حساب جریان لري!

ټولو پیغمبرانو ددي محترمو میاشتو حرمت ساتلی وو، هیچاته اختیار نه وو چې په دی اړوند تصرف وکړئ،دټولو پیغمبرانو په شریعتونو کې په اتفاقی ډول پدی میاشتو کې جنګ او وژنۍ نه هر چا لاس اخست او همداراز په نیکیو او ثوابونو ترلاسه کولو پسئ مټی رانغښتئ، ځکه هر نیک کار ،څو برابره آجرلري او ددی په خلاف دجنګ او جګړو سر بیره نور ګناهونو ارتکاب بل مثله ددتاوان پله درندوي!!

دمکې او شاواخوا سیمو عربان چې داسمعیل علیه السلام په برکت دابراهیمی دین لارویان وو، دوی هم په ډیر احترام دمحترمو میاشتو درناوی کاوه، ولی دوخت په تیریدا او په ځانګړی ډول دفطرت په دور کې یعنی دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام له بعثت نه را پدیخوا په عامه توګه جزیرةالعرب او په ځانګړی ډول دمکی او نږدی سیمو او سیدونکو ،چې دجنګ او جګړومعتادین وو ، نۍ شو کولای دري میاشتي پر له پسی له جنګونو لاس واخلي همدا لامل و چې مشرکین اوهم داسماني دین منحرفو لارویانو په ابراهیمی دین کې دلاس وهنو او تصرفاتو لامله نه یواځی دګمراهیو لاره غوره کړه بلکه دالهي میاشتو په بدلیدا رابد لیدا کې هم ناوړه تصرفات پیل کړي وو، مشرکینو به دخپلو ناوړو موخو او اهل کتابو به دحج مراسمو دمخنوی په خاطر سره په ګډه لاس وهنه کوله!

دمیاشتو په بدلیدا ، زیاتوالې اوکموالي کې له خپله ځانه قوانین وضع کول، کله به يې کال د ۱۲ میاشتو پر خلاف ۱۳ میاشتې اعلان کړئ او کله به يې دمحرم میاشت پر ځای دصفر میاشت داحترام وړ اعلان کړه… دهمدی تصرفاتو لامله له دوینه دمیاشتو اصلی تر تیب هیر شوی او دشرعي احکامو او مناسکو پرځای کول هم ګډ وډ شوي وو،ددی لپاره چې دمحترمو میاشتو حساب له ځانه سره وساتي، ددوی مذهبې شخصیت (القلمس) او یا هم ددي دکورنۍ یو غړي په دحج يه موسم کې دراتلونکې کال لپاره میاشتی تعینولئ او اعلان به يې کاوه چې راتلونکی کال څو میاشتی لری او کومه میاشت څرنګه دی!!



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.