غزل/ نورشاه نوراني

  نورشاه نوراني خوست 
شکردی بې لاســـو اوبې پښو نه یــــم
لاخویــــم روان دغورځـــيدو نه یــــم

وچې مې سلګی شولې په ستونې کې
ستړی شومــــه نور دژاړیـــــدو نه یــم

صـــبــرمې تمــــام تمــــام تمام شـــولو
خـــوله راکړه اشنا دصـــبریدو نـــه یم

عشــــــق دی سمندر واړه څپـــې څپې
زده مــــې ده لامــــبو د ډوبیدو نه یم

تـــل له رڼاګــانو طــــــوافـــونه کـــړم
لا وزر لـــــــــرم د سوځيــــــدو نه یــم

یوځــــل مې چــې غږ ستاپه نامه وکړ
بیـــاخو (نـــوراني)دتښتیــــــــدو نه یم



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.