د هېواد امنیتي وضعیت په کوم لوري روان دی؟

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

له تېرو څو میاشتو راهیسې په هېواد کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او د هلمند، اروزګان او کندز پېښې يې د وروستيو بېلګو په توګه يادولی شو.

پوره یو کال وروسته، کندز ښار د دغه ولايت له هوايي ډګر پرته، یو ځل بیا د طالبانو له‌خوا داسې مهال سقوط شو، چې د ملي یووالي حکومت مشران د بروکسل غونډې ته د نړيوالو مرستو د راجلبولو لپاره تللي وو. له دغې پېښې سره هم‌مهاله په بغلان ولايت کې هم توده جګړه روانه وه او وسله‌وال طالبان د پلخمري تر دروازو پورې رسېدلي وو.

که څه هم داسې ښکاري چې د طالبانو له خوا د کندز ښار د بيا نيولو هڅه له يوې خوا په بروکسل کنفرانس کې د ملي وحدت حکومت پر دريځ د سيوري غوړولو په موخه وه؛ خو له بلې خوا ډېری شنونکي په دې اند دي، چې په ډېری سيمو کې د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن زياتېدل هم د دولت د وسله‌والو مخالفينو د پرمختګ لامل شوي دي.

دا چې اوسمهال د هېواد امنيتي وضعيت څه ډول دی؟ د طالبانو په جګړه‌ييز تاکتيک کې څه بدلون راغلی؟ او د هېواد امنيتي وضعيت په کوم لوري روان دی؟ دا او دې ته ورته پوښتنې دلته ځواب شوې دي.

د طالبانو د جنګي تاکتيک بدلون

په تېره يوه نيمه لسيزه کې په لومړي ځل د ۲۰۱۵ کال د سپټمر په ۲۸مه نېټه د کندز ښار د طالبانو ولکې ته ورغی. دغه خبر په داخلي او نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه خپور او د یوه جدي ګواښ په توګه مطرح شو.

حکومت د کندز د بېرته نیولو په موخه پراخ عملیات پيل کړل؛ خو له طالبانو څخه د کندز ښار بېرته نیولو دوې اوونۍ وخت واخیست او د ۲۰۰۱ کال له نوامبر راهیسې دا لومړی ځل و، چې په يوه مهم ښار کې د طالبانو او د افغان د امنیتي ځواکونو ترمنځ مخامخ جګړې وشوې. د کندز سقوط د طالبانو د نوې جنګي تاکتیک پيلامه وبلل شوه؛ ځکه طالبانو د کندز د سقوط پرمهال وغوښتل، چې له یوې خوا د ښاري سیمو نیولو ته مخه کړي او له بلې خوا په نیول شویو سیمو کې خپلې پښې ټینګې کړي.

د کندز له لومړي سقوط څخه وړاندې، طالبان د افغان او بهرنيو ځواکونو پرضد په چيريکي بريدونو بوخت وو. په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې يې چاودنې کولې او یا یې هلته په وسلو سمبال څو کسيزې ډلې د بريدونو لپاره استولې، چې موخه به يې د هغو سيمو نيول او هلته د خپل تسلط ټينګول نه وو؛ خو د کندز له پېښې وروسته طالبانو د سيمو د نيولو او په نيول شويو سيمو کې د تسلط ټينګولو هڅې پيل کړې. په دې توګه له تېر يوه کال راهيسې له يوې خوا د طالبانو د جګړې تاکتیک بدلون موندلی او له دفاعي دریځ څخه تعقبي دریځ ته اوښتی او له بلې خوا جګړه له کلیو او لرې پرتو سیمو څخه تر ښارونو او د ښارونو تر نیولو پورې رارسېدلې ده.

په افغانستان کې د امريکا پوځي تګلاره

له امریکا او ناټو سره د ملي وحدت حکومت له‌خوا د امنیتي تړونونو له لاسليک کولو سره پرېکړه وشوه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتېري او ۲۰۰۰ ناټو سرتېري پاتې کېږي او په ۲۰۱۶ کال کې به بیا دغه شمېره نیمايي ته راوړل کېږي؛ خو دغه تګلاره بیا د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې هغه مهال وځنډول شوه، چې کله افغان ولسمشر او اجرائيه رییس امریکا ته په سفر ولاړل. اوباما د خپلو سرتېرو د ایستلو پروسه لږ تم کړه او تر ۲۰۱۵ کال پورې یې د ۹۸۰۰ سرتېرو شمېرې پر ساتلو موافقه وکړه.  وروسته کله چې د کندز ښار د طالبانو له خوا سقوط شو، نو اوباما خپله دغه تګلاره بیا بدله کړه او ویې ویل، چې د ۲۰۱۶ کال تر پايه به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري ساتي او د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ میاشت کې به بیا دغه شمېره ۵۵۰۰ ته راښکته کوي؛ مګر د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې اوباما يوځل بیا اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۶ کال تر پايه به یوازې ۸۴۰۰ تنه سرتېري په افغانستان کې وساتي.

په ۲۰۱۵ کال کې د هېواد امنیتي وضعیت خراب شو او دغه وضعیت له یوې خوا په افغانستان کې د امریکا تګلاره متذبذبه کړه او له بلې خوا یې د افغان امنیتي ځواکونو کمزورتیا هم په ډاګه کړه. څه موده وړاندې په وارسا کنفرانس کې نړيوالو پرېکړه وکړه، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به تر ۲۰۲۰ کال پورې مرستې کوي. د امريکا متحده ايالاتو هم د خپلې زړې تګلارې خلاف، په هلمند او کندز ولايتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تودې جګړې او په ټوله کې د هېواد د امنيتي وضعيت له خرابېدو سره، هلمند ته تازه سرتېري واستول او له بلې خوا يې خپل هوايي بريدونه هم زيات کړل، چې له کبله يې د هېواد په ختيزو سيمو کې ملکي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د جګړې په ډګر کې د بهرنيو ځواکونو د رول زياتېدل به يو ځل بيا د طالب جنګياليو روحيه پياوړې کړي.

۲۰۱۶ کال او د هېواد امنيتي وضعيت

دا مهال د هېواد امنیتي وضعیت د تېر یوه کال په پرتله ډېر خراب دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د روان کال د مې او جولای میاشتو په منځ کې د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله وسله‌والې شخړې ۱۴.۷ سلنه زیاتې شوې او په دغو میاشتو کې طالبانو په هلمند، جوزجان، کندز، تخار، اروزګان او یو شمېر نورو ولایتونو او ولسوالیو کې خونړۍ جګړې پیل کړې دي. دغه حالت افغان امنیتي ځواکونه له ډېرو ننګونو سره مخ کړل او یو شمېر ولسوالۍ او د کندز ښار هم د افغان طالبانو له‌خوا سقوط شول.

د مې مياشتې له ۲۰مې د اګسټ تر ۱۵مې پورې ملګرو ملتونو ۵۹۹۶ امنیتي پېښې ثبت کړې، چې دا بیا د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۴.۷ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه راز ۲۶۸ د ترور پېښې هم ثبت شوې، چې ۴۰ پکې ناکامې هڅې وې.

له بلې خوا داعش ډلې هم په افغانستان کې له نسبي ماتې وروسته بیا د هېواد په ختیزو سيمو کې سر راپورته کړ او په کابل کې يې د روښنايي غورځنګ په یوه لاريون کې د خونړۍ چاودنې مسؤولیت هم په غاړه واخیست.

په بل اړخ کې بيا حزب اسلامي (حکمتیار) له افغان حکومت سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې که څه هم د هېواد پر امنيتي وضعيت به ډېر اغېز ونه ښندي؛ خو بیا هم داسې اټکل کېږي، چې ښايي په اوږده مهال کې به د هېواد پر امنيتي وضعيت څه نا څه اغېزه ولري.

د هېواد په کچه له وروستيو امنيتي پېښو او په تېره بیا د اروزګان ولايت له سقوط سره مخ کېدو، د کندز ښار بیا ځلې سقوط کېدو او د دې ترڅنګ د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو څخه د هېواد راتلونکي امنيتي وضعيت ته ورپېښې ننګونې په ښه ډول څرګندېږي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.