د افغانستان احمقانه جنګ

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : سریلانکا ګارډین

نېټه ۹ / ۱۰ / ۲۰۱۶

ژباړن : نثار احمد صمد واصفی

پنځلس کاله مخکی همدا هفته امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه راپیل کړه چی هغه د لیری پروت افغانستان یرغل او نیول وو .ګاونډئ پاکستان مجبور کړای سو چی د امریکا دغه یرغل ته آسانتیاوی برابري کړی یا دا چی په بم وریو سره به یې هوار کړی .

امریکا د سپټمبر د یوولسمی د وینړۍ حملې له امله سخته خښمېدلې وه .د بوش حکومت په پیره کی بیده سوی و . ډیرئ امریکایان په دې فکر دي چی د سپټمبر د یوولسمی حمله د جنګ طلبه نوو محافظه کارانو لخوا یوه جوړه سوېداخلي طرح وه . افغانستان یې د امریکا د انتقام یو هدف وټاکی سره له دې چی د سپټمبر د یوولسمی حمله ( که رښتیا هم له بهره سوې وی ) په جرمني او هسپانیه کی طرح سوې وه . ځان مرګي بریدګرو خپل دغه له سره تیر مأموریت داسی اعلان کړ چی غواړي په دې توګه امریکا ته د سعودي عربستان د سپیڅلو سیمو د نیولو او هم د اسراییلو لخوا د فلسطین د اشغال څخه د واشنګټن د څرګند ملاتړ سزا ورکړی .

دغه منطقي او مستدله څرګندونه ډیر ژر د بوش د حکومت لخوا پټه کړای سوه اوادعا یې وکړه چی د سپټمبر د یوولسمی بریدګر ، چی اکثریت یې سعودیان وو ، د امریکا « ارزښتونو » او « آزادیو » لمسولي وو .همدغه نامعقولیت د اسلام دښمنۍ هغه تخم وکرئ چی همدا نن یې موږ وینو او « د ترور پر ضد یې درواغجن جنګ » رامنځته کړ .

یو کمونیسټي ضد جهادي اسامه بن لادن یې د امریکا له پاره د یو ستر شیطان په حیث وپړساوه او بدنامه یې کړ . په افغانستان کی « د تروریسټانو د روزنی ګوماني کمپونه » چی ما په خپلو سترګو لیدلي وو ، د پاکستاني استخباراتو لخوا د روزل سوو جهادیانو له پاره وو چی د هند تر اشغال لاندی کشمیر کی جنګېدل .

لیری پروت ، غم لړلی او غرنی افغانستان په حقه « د امپراتوریو قبرستان » بلل سوی دی . هغوی عبارت وو د لوی سکندر ، چنګیز خان ، تیمور ، مغولو او سیکانو څخه . برتانوي امپراتورۍ په نولسمه پیړۍ کی پر افغانستان درې ځله تیری کړی و . شوروي اتحاد ، یعنی د نړۍ تر ټولو ستر ځمکني طاقت په ۱۹۷۹ کی پر دې هیواد یرغل وکړ چی هدف یې په عربي سمندرګي او خلیج کی د یو ګودر لرل وو . دا ټول د هندوکش د زیږو پښتني جنګیالیو اقوامو لخوا مات سوي دي .

خو احمق جورج بوش پر دغه هیواد باندی چی ملایکی هم پکښی بیریږی ، په عبث ډول ودانګل تر څو هغه تسخیر نه منونکي خلک فتح کړی چی جنګ د هغوی د خوښي وړ مشغله ده .

زه د هغو افغان مجاهدینو سره مل وم چی په ۱۹۸۰ لسیزه کی د شوروي نیونی پر ضد جنګېدل ، او بیا د ۱۹۹۰ لسیزی په لومړیو کی د نوو رامنځته سوو طالبانو سره هم وم . لکه څنګه چی ما په خپل هغه کتاب کی چی په همدې باره کی دی او عنوان یې« جنګ د نړۍ پر بام » دی ، هم لیکلی دي چی پښتانه جنګیالي تر ټولو هغو زړه ور دي چی ما تر ننه لیدلي دي . دوی تل ډیري پخوانۍ وسلې لرلی دي خو جرأت او زړه ورتوب یې له حده وتلی دی .

په ۲۰۰۱ کی د امریکا د یرغل پر مهال د امریکې ملګري پخپله د شمال اییتلاف د هیرویًنو او تریاکو تاجک کاروباریان ، د شورویانو پخواني کمونیسټ ملګري او د شمال ازبکان وو چی د پښتنو د وینو تږي وو .

طالبانو ، چی د سپټمبر د یوولسمی په حمله خبر هم نه وو ، د افغانستان د هیرویًنو او تریاکو ۹۰ سلنه کاروبار بند او ختم کړ . خو د امریکا ملګرو یعنی د شمال اییتلاف هغه بیرته راپیل کړ او افغانستان یې یو ځل بیا د نړۍ د هیرویًنو او تریاکو تر ټولو لوی تهیه کونکی ثابت کړ .

د امریکا اشغالي ځواکونه ، د یو ستر تاکتیکی هوایی ځواک په ملاتړ په افغانستان کی پخپله د خورا جنایت کارو عناصرو سره ملګري سول او د سي آی اې د ګومارلو یو ګوډاګی رژیم یې نصب کړ .

سي آی اې پخواني کمونیسټ استخباراتي عناصر ، چی په شکنجو او سختو ظلمونو کی تاریخی ریکارډ لری ، پر قدرت راوستل تر څو د طالبانو سره وجنګیږی .

تیره اوونۍ د افغانستان له پاره د واشنګټن د مرستو خاص تفتیش یو بالکل غوڅ راپور خپور کړ چی هغه دا وښودل چی څنګه عامه فساد ، رشوت ، معاوضه پیسو او مخدره ییزه روپیو د یوې دوامداره افغاني ټولنی په جوړولو کی د امریکا هڅیله مځکی وهلی دي .

دا لا څه ، که د امریکا څلیرویشت ساعته هوایی حملې نه وای ، نو په کابل کی به لاس کښېنولي افراد خورا ژر جارو کړای سوي وای . افغان اردو او پولیس رژیم ته وفاداره نه دي ؛ هغوی یوازی د امریکایی ډالرو له پاره جنګیږی . کابل هم د بغداد غوندی د دښمنیو په سمندر کی د امریکا تر سیوری او ساتنی لاندی یوه تاپو ده .

د نړیوالی څیړنی ( ګلوبل ریسرچ ) د راپور له مخی دغه پنځلس کلن افغان جنګ او عراقي جګړه امریکا ته په شپږ ټریلیونه ډالره تمامی سوي دي .د تعجب یوه کوچنۍ بیلګه یې لا دا چی د پاکستان د ساحل څخه افغانستان ته د تیلو رسولو یو ګیلن پنتاګون ته په څلور سوه ډالره تمام سوی دی .

د ځینو اټکلونو او ارزونو له مخی دغه جنګ د هر امریکایی له پاره په ۳۳۰۰۰ ډالرو تمام سوی دی ، خو امریکایان دغه پیسې د یو خاص جنګي ټکس ( مالیې ) په توګه نه ورکوی ،حال دا چی باید همداسی وای . خو بوش امر وکړ چی د عراق او افغانستان د جګړو ټول مصارف دې په ملی پور کی پټ کړای سی .

په افغانستان کی په رسمي توګه ۲۲۱۶ امریکایی پوځیان وژل سوي او ۲۰۰۴۹ هم سخت ټپیان سوي دي . نور ۱۱۷۳ غیر پوځي امریکایی ګومارليهم وژل سوي دي . لا اوس هم یو زیات شمیر په پیسو استخدام سوي امریکایی ګومارلي په افغانستان او عراق کی پاته دي .

د نوبل د سولی د جایزې ګټونکي بارک اوباما ژمنه کړې وه چی تقریبأ ټول امریکایی پوځیان به تر ۲۰۱۶ پوری د افغانستان څخه راباسی .خو د دې برعکس نور امریکایی پوځیان ورلیږل کیږی تر څو د کابل ګوډاګی رژیم د خپلو خلکو څخه وساتی .

د طالبانو او د هغوی د محدودو ملګرو مقاومتي غورځنګ ( چی امریکایی خپرونی یې د پنتاګون د خولې په پېښو سره تروریسټان بولی ) مسلسل سیمی نیسی او افراد یې ډیریږی .

تیره اوونۍ د امریکا د سپور پوځ یعنی ناټو او نورو مأدون دولتونو اړونده د افغانستان له پاره د بسپنو داوطلبانه کنفرانس دې ته اړیستل سو چی نور ۱۵٫۲ بلیونه ډالره ورکړی او احتمالأ نور پوځیان هم دغه نا امید کونکي جنګ ته ولیږی .

د امریکا نفس دا نه قبلوي چی د کوچني او کمزوره افغانستان لخوا ماتې ومنی او یا هم دغه ستراتیژیکی هیواد د چین په نفوذي ساحه کی ولویږی .

امریکا په شوم ډول هند هڅوي چی په افغانستان کی ښه ډیر او پراخ رول ولوبوي چی په دې سره دلتهد پاکستاني ـ هندوستاني ـ چینایی ډغرو او شخړو خطرناکه تخمکري .

خو د کنفرانس په دغه سالون کی د غټې تورې بیزو یادونه ونسوه چی هماغه د امریکا د حکومت تر سیوری او ننګی لاندی په نړۍ کی د هیرویًنو ، تاریاکو او مورفینو تر ټولو ستر تولیدونکي هیواد یعنی افغانستان رول دی .

هو ، د امریکا را روان نوی ولسمشر به د دغه شرمناک مشکل وارث وی . پای.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.