فراه : بهرنیو ځواکونو هغه عسکر بمبار کړي چې غوښتل يې له جګړې ځان وباسي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۵ل):د فراه ولايت مرکز په نوبهار سيمه کې د بهرنيو ځواکونو چورلکو هغه دولتي عسکر بمبار کړي چې غوښتل يې له جګړې پښې سپکي کړي او ځانونه له سيمي وباسي.

په بمبار کې چې تېره شپه شوی ۲ تنه عسکر وژل شوي ، ۶ تنه ټپيان او لس نور نادرکه شوي دي.

د فراه ولايت له مرکزي روغتون نه يو تن کارمند نن ټکي اسيا ته وويل : ۶ تنه هغه سرتيري چې څرخي الوتکو بمبار پر کړی وو روغتون ته را وړل شوي چې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی.

د يادوني ده چې پوره ۸ ورځي وړاندي په بالابلوک ولسوالۍ هم د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې ۱۱ پوليسو او کمانډويي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښتله.

تر هغه وړاندې د روزګان په مرکز ترینکوټ کې هم بهرنیو ځواکونو د پولیسو یوه پوسته بمبار کړله او په کې مېشت ۸ پولیس یې و وژل.

د بهرنيو ځواکونو له لوري پر افغان امنيتي سرتيرو بمبار داسي مهال تر سره کيږي چې طالبان د فراه ولايت مرکز ته د جګړې په زور ځانونه نژدې کوي او د ولايت مرکز يې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی.

ځايي اوسېدونکي وايي طالبان دا مهال د مرکز په دوه کيلومترۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د يادي پيښي د څېړني اړوند لوړ پوړو چارواکو تر دې دمه څه نه دي ويلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.