فراه: د ښار ځېنې سیمې طالبانو نېولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د فراه اوسېدونکي وايي چې طالبانو د فراه مرکز اړوند نوبهار او بیرنګ سیمې نېولي او اوسمهال د مرکز اړوند د باغ پل سیمه کې جګړه روانه ده.

نوبهار ولسوالۍ د فراه ښار شمال ختیځ لورې ته په ۱۲ کیلومترۍ کې پرته ده او د باغ پل سیمه بیا د ښار لویدیځ لورې ته په دوه کیلومترۍ کې پرته ده.

پژواک خبري اژانس د فراه د ځوانانو د رییس او باغ پل اوسیدونکي محمد داوود آرام له قوله لیکلي چې طالبانو تېره شپه د فراه ولایت د مرکز اړوند نوبهار او بیرنګ سیمې نېولي او اوسمهال د باغ پل سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

هغه ویلي چې د جګړې له کبله په ښار کې خلکو دکانونه تړلي او عام خلک د جګړې له ویرې ښار پرېږدي.

د فراه د والي ویاند ناصري مهري هم د ښار اړوند د بیرنګ توت او نوبهار سیمو سقوط منلی
او ویلي یې دي چې دولتي ځواکونو ترې «تاکتیکي شاتګ» کړی دی. هغه ویلي چې اوسمهال په باغ پل سیمه کې جګړه روانه ده.

مهري زیاته کړې چې تېره شپه د دولتي ځواکونو په یو هوايي برید کې ۱۲ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې دولتي ځواکونو په لوړ مورال سره د طالبانو خلاف جنګیږي.

هغه خلکو ته ډاد ورکړی چې طالبان د فراه ښار نشي نېولی.

د یادونې وړ ده چې په نوبهار سيمه کې چې تازه طالبانو نېولې بهرنيو ځواکونو چورلکو هغه دولتي عسکر بمبار کړي چې غوښتل يې له جګړې پښې سپکي کړي او ځانونه له سيمي وباسي.

په بمبار کې چې تېره شپه شوی ۲ تنه عسکر وژل شوي ، ۶ تنه ټپيان او لس نور نادرکه شوي دي.

د فراه ولايت له مرکزي روغتون نه يو تن کارمند نن ټکي اسيا ته وويل : ۶ تنه هغه سرتيري چې څرخي الوتکو بمبار پر کړی وو روغتون ته را وړل شوي چې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی.

د فراه ښار د ځېنو برخو د سقوط خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې په وروستیو ورځو کې د کندوز ښار نېږدې ټولې برخې طالبانو ونېولې، هلمند مرکز لښکرګاه ته جګړه رسېدلې او روزګان د سقوط له جدي ګواښ سره مه دی.
همدا راز په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.