ترکیه : د موټر بم په چاودنه کي ۱۸ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۵ل):د ترکيې په جنوب ختیځ ولایت هاکاري کي د فوځيانو په یوه پوسته د موټر بم په چاودنه کي د ۱۰ فوځيانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي د ي.
له راپورونو سره سم چاودنه نن سهار تقریبا لس بجې هغه مهال وشوله چي ترکي فوځیانو په یوه غرنۍ سیمه کي په لویه لاره له خپلي پوستې سره موټرونه تلاشي کول. په چاودنه کي ۲۴ تنه ژوبل شوي هم دي، د ژوبل شویو کسانو په منځ کي ۱۱ تنه ترکي فوځيان دي. د ترکيې چارواکي د برید پړه د پي کي کي په وسلوالو یاغیانو اچوي.
د هکاري ولایت په لیري پرتو سیمو کي چي له ایران او عراق سره هم سرحد لري د پي کي کي په نوم کردي یاغیان فعال دي او له څو لسیزو راهسي له ترکي فوځ سره وسلواله مبارزه کوي، تیرو دري لسیزو کي د پي کي کي د یاغیانو او د ترکيې د فوځ تر منځ په جګړو کي د څلويښت زره شا او خوا کسان وژل شوي دي.
تیر کال جون کي د پي کي کي وسلوالو د ترکيې له حکومت سره له ۲ کلن اوربند وروسته یو ځال بیا خپلي حملې پیل کړلي .


تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.