نېشن ورځپاڼه : د آی ایس آی مشر له دندي لري کيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۵ل):د پاکستان معتبره انګريزي ورځپاڼه دې نېشن ليکي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی (ISI) مشر په څو اوونيو کې له دندي لري کيږي.

دې نېشن ورځپاڼي د ای ايس ای د مشر له دندې د ګوښه کېدو او پر ځای يې د نوي مشر د ټاکل کېدو خبره د يو جګپوړي امنيتي چارواکي په حواله کړې.

د ای ايس ای پاکستانۍ استخباراتي ادارې مشر جنرال رضوان اختر نوميږي.

جنرال رضوان اختر لومړی په کراچي کې د رېنجرز ځواکونو عمومي قومندان وو خو د ۲۰۱۴ م کال په نومبر مياشت کې د دريو کلونو لپاره د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ايس ای مشر وټاکل شو.

د جنرال اختر له دندي د ګوښه کېدو خبري داسي مهال اورېدل کيږي چې پاکستان په نړۍ کې د انزواء په درشل کې دی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.