پر شفیق الله شفق لګېدلی بندیز لرې شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې وتلي توپوهونکي شفیق الله شفق باندې لګېدلی بندیز نن لرې شوی او کورني کرکټ ته ستون شو.

د افغانستان کرکټ بورډ پر شفیق الله شفق باندې د روان کال د مارچ په میاشت کې د اصولو څخه د سرغړونې په تور شپږ میاشتې بندیز لګولی و.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې شفیق الله شفق به د احمدشاه ابدالي کرکټ ټورنمنټ کې کابل ګرین لوبډلې لخوا ولوبیږي.

شفیق الله شفق رسنیو ته ویلي چې دی خوشحاله دی چې کرکټ ته بېرته ستنیږي. هغه ژمنه کړې چې اینده کې د به د اصولو او مقرراتو  څخه سرغړونه نه کوي.

کرکټ بورډ تر دې دمه نه ده روښانه کړې چې شفیق الله شفق د کومو اصولو او مقرراتو څخه سرغړونه کړې وه چې له کبله شپږ میاشتې له کرکټ څخه محروم کړل شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.