کله به ځئ؟! / ويډيو او ليکنه

امید کندهاری

دا هغه کليمه ده چې د پاکستان د خلکو له خوا نه افغاني مهاجرو ته د استهزاء او پېغور په شکل کارول کيږي
او دا کليمه د خلکو تکيه کلام ګرځېدلې.

نو د افغانانو لپاره په پاکستان کښې ژوند تريخ سو ، مهاجرو افغانانو ته نور خپل د خالپوڅو وطن سور اور وګرځېد، د دوی په شړلو پاکستان لاس پوري کړ او افغانستان ته د دوی ستنېدل شروع شول.

په دې پړاو کې د افغانانو مخه د ګواښونو سره شول، د پاکستان د حکومت له خوا د خپلو کورونو څخه شړل ، په بازارونو کې تنګول ، د افغانانو بانکي حسابونه كنګلول او د جايدادونو نرخونه يې ورځ تر بلي مخ پر ځوړ ځي .

هغه تعليمونه چې افغانانو په پاکستان کې تر لاسه کړي دي هغوی ‍﴿متعلمين او محصلين ﴾ مايوسه دي او هيڅ اميد د افغانستان د حکومت څخه نلري .

ځکه د افغانستان حکومت تر اوسه ستنېدونکو مهاجرو افغانانو ته کومه مأثره ستراتيژي نه لري.

خپله افغانان هم دغه مهاجرينو ته د شک په سترګه ګوري او ويره لري چې د راغلو افغانانو څخه کوم يو کس د استخباراتو شخص نه وي.

په عين حال کې د افغان مهاجرينو په ځورولو کې پاکستاني عوام هم لاس تر زني نه دي کښېناستلي ، په لارو ،کوڅو او بازارونو کې د استهزاء په ډول د کندهاري ،کابلي او مهاجر په نومونو ورته ويل کيږي.

په اوس وخت کې يوه جمله ( کله به ځئ ؟ ) چې ډېر افغانان په زهيريږي او د افغان مهاجرينو د صبر کاسه يې ډکه کړې ،حوصله يې د همدې جملې په اساس تمامه شوې او احساسات يې پارېدلي دي نو ځکه تېره ورځ د خيبر پښتونخوا نه په داسي حال کې راپور ورکول کيږي : چې د همدې جملې پر سر د راپورته شوي شخړي د زخميانو شمېر د سلو په شاوخوا کې رسيږي او د نفرتونو (بدبينيو) سلسله ډېره شوېده.

ريښتنې کيسه په ويډيو کې کتلای شئ!



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.