طالبان: د لښکرګاه دروازه ټکوو – قهرمان: طالبان به تر موسی قلعه وځغلوو. آډیو / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د طالبانو د پوځي لیکو قومندان عبدالمنان په یوې تازه مرکه کې ویلي «د ناوې تر نیولو وروسته د لښکرګاه پر دروازه ولاړ یو او ددغي دروازې په ټکولو سره په لښکرګاه کې میشتو دولتي چارواکو ته وایو چې ښار نور پرېږدئ».

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ناوې ولسوالۍ تر نیولو وروسته د لښکرګاه پر ښار باندي بریدونه زیات کړي او یو شمېر پوستې یې د دولتي ځواکونو څخه نیولي.

د طالبانو قومندان وايي چې د خانشین ولسوالۍ نیول هم دوی ته ګټه وکړه، ځکه چې ددغه سیمي جنګیالي د لښکرګاه د جګړې لپاره ور خلاص شول.

په تیرو وختونو کې د هلمند د والي ویاند ویلي وه چې خانشین ولسوالۍ دوی خپله خوشي کړې وه تر څو د ګرمسیر ولسوالۍ ته خپل ځواکونه انتقال کړي او د هغې ولسوالۍ د دفاع لپاره چمتوالی ونیسي.

بل خوا په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازی او د هلمند اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان په یوه تازه مرکه کې ویلي چې نور د طالبانو قوت ختم سوی، د لښکرګاه د نیولو خوب دي نه ویني، ډېر ژر به یې تر موسی قلعه پوري ورسوي او دغه ولسوالي به هم ځیني ونیسي.

نوموړي دغه خبري د یوه خبریال سره په خبرو کې کړي او ویلي چې طالبانو د نورو سیمو څخه جنګیالي راټول کړي تر څو د لښکرګاه ښار باندي برید وکړي، خو دوی ښار ته په نیژدو سیمو کې ورته شکست ورکړی.

عبدالجبار قهرمان وايي چې ډیر ژر به طالبان د لښکرګاه ښار څخه پر شا کړي.

Posted by nunn.asia on Sunday, October 9, 2016

باید وویل شي چې ددې تر مخه قهرمان په هلمند کې د خراب وضعیت له امله کابل ته په شکایت تللی وو او هلته یې ویل چې سیمیز پوځي جنرالان او قومندانان د اقتصادي ګټو په خاطر جګړه کوي. که څه هم ځیني شنوونکي اوس په دې نظر دي چې قهرمان هم په دغه جګړه کې وروسته تر هغه خپله اقتصادي ګټه ولیدله کله چې دغه ولایت ته د امریکايي پوځ اعلی قومندان او وزیر دفاع سفر وکړ.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.