جنرال مراد علي مراد

والي: د کندز د سقوط لامل جنرال مراد علي دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د کندز والي اسدالله عمرخېل په خپل تازه مرکه کې ویلي چې د کندز سقوط اصلي لامل د لوی درستیز مرستیال او د کندز د جګړې قومندان جنرال مراد علي دی.

نوموړی وايي هر وخت مي د مراد علي غوښتنه کړې چې لومړی دی د کندز په ښار کې دننه د طالبانو مرکزونه له منځه یوسې او بیا دي لیري پرتو ولسوالیو باندي عملیات وکړي، خو هغه هر وخت مرکز ته شا کړې او په لیري پرتو سیمو کې عملیات کړي.

نوموړی وایی چې جنرال مراد علي د خپلو مشاورینو په شمول یوازي په کندز ښار کې له طالبانو څخه یو شمېر سړکونه ونیول او نور یې لیري پرتو سیمو ته توجه وکړه.

عمرخېل وویل « په وروستیو جګړو کې ولسي وګړي ډېر وکړېدل، هر څوک چې د امنیت مسؤولیت په غاړه لري، هغوی ته باید ټول مسؤولیت راجع شي».

د شنونکو په اند تېر کال چې طالبانو په کندز او بغلان ولایت کې پرمختګ وکړ، د افغانستان دفاع وزارت ددغه جګړو د مهارولو په خاطر جنرال مراد علي ته دنده وسپارله ، خو یو کال وروسته په کندز او بغلان ولایت کې د طالبانو په پوره قوت سره را ګرځېدل پر دې دلالت کوي چې د مراد علي ټولي لاسته راوړني د دفاع وزارت بې ځایه تبلیغات وه.

بل خوا د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته د اسد الله عمر خیل وینا په کلکه رد کړی او ویلي: «جنرال مراد علي چې هر سیمي ته تللی هلته یې لاسته راوړني لرلي دي». نوموړي دا ونه ویل چې د مراد علي لاسته راوړنو سربېره طالبان بیا څرنګه وتوانېدل چې په شمالي ولایتونو کې یو ځل بیا ښارونه ونیسي.

باید وویل شي چې طالبان له تیرو اتو ورځو څخه د کندز په ښار کې دننه د دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دی.

که څه هم دفاع وزارت اعلان کړی چې طالبان یې له ښار څخه ایستلي خو د کندز ځايي اوسیدونکي وايي چې اوس هم طالبان په ښار کې دننه د دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

تېره ورځ ناوخته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت ټولي ادعاوي رد کړې او وې ویل چې دوی اوس هم په ښار کې دننه پر ځینو سیمو کنټرول لري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.