د لښکرګاه اړوند بولان او بشران سیمي طالبانو نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند بولان او بشران سیمي يې په بشپړه توګه نیولي.

نوموړي ویلي چې په دغه سیمو کې د مقابل لوري ۱۱ پوستې نیولي دي، چې په هغو کې د بشران د سیمي ۸ پوستې او د بولان د سیمي ۳ پوستې شاملي دي.

بولان او بشران سیمي د لښکرګاه په ښار کې دننه سیمي بلل کیږی.

قاري یوسف احمدي ویلي چې په دغه جګړو کې یې ۲۷ تنه دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او زیات شمېر وسلې او مهمات یې ځیني غنیمت کړي دي.

احمدي ویلي چې په دې کار سره توانېدلي چې د لښکرګاه پر ښار د محاصرې کړۍ نوره هم را تنګه کړي.

باید وویل شي چې تیره ورځ د طالبانو پوځي قومندان ملا عبدالمنان په یوه مرکه کې ویلي وه چې د لښکرګاه پر دروازه ولاړ دي او د حکومتي چارواکو څخه غواړي چې له ښاره پښې سپکي کړي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت له لوري د هلمند د جګړې اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان په یوه تازه مرکه کې ادعا وکړه چې د طالبانو قوت یې ور ختم کړی، په څو ورځو کې به یې له ښاره لیري وشړي او د موسی قلعه ولسوالي چې اوس د طالبانو په لاس کې ده، یو ځل بیا ونیسي.

د یادوني وړ ده چې په هلمند ولایت کې شپږ ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي او نوري ولسوالۍ هم یوازي د دولتي ودانیو پرته ټولي سیمي د طالبانو په ولکه کې دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.