دوستم وايي په کندز کې به د طالبانو پر ضد لوی عملیات وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم تېره شپه ناوخته وویل چې ډېر ژر به په کندز ولایت کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات په کار واچوي.

نوموړی ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د کورنیو چارو وزیر په ملتیا د کندز څخه لیدنه وکړي.

له تېر کال راهیسي په کندز ولایت کې د طالبانو پر ضد د جګړې مشري جنرال مراد علي کوي، دکوم په اړه چې تېره ورځ د کندز والي اسد الله عمرخېل رسنیو ته وویل چې د کندز دوهم ځلي سقوط لامل هم جنرال مراد علي دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال دوستم هم دغه اړخ ته په اشاره وویل: د امنیتي ځواکونو قومانده او مشرتابه کې ستونزي شته.

باید وویل شي چې اتمه ورځ ده چې په کندز ښار کې دننه طالبان او دولتي ځواکونه په جګړه بوخت دي.
که څه هم دولتي سرچیني وايي چې طالبان یې له ښاره ایستلي خو طالبان او د کندز د ښار اوسیدونکي وايي چې اوس هم په ځینو سیمو کې طالبانو پراخ حضور لري او جګړه روانه ده.

طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې د نن ورځي ویډیو نشر کړې :

باید وویل شي چې له تېرو څو ورځو راهیسي د کندز په فضا کې دولتي او بهرنۍ الوتکي ګرځي او د طالبانو په اهدافو بمبارۍ کوي.

ویل کیږي چې په کندز کې امریکايي ځواکونو هم د دولتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو په خلاف په جګړه کې برخه اخیستې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.