طالبان د لښکرګاه ښار ته ننوتلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د لښکرګاه ښار څخه د نن ټکی اسیا ځانګړي سرچیني وايي چې طالبان د لښکرګاه په ښار را ننوتلي او اوس مهال د مهاجرو تر کمپ تیر شوي، د مختار په نامه سیمه کې جګړه روانه ده.

د لښکرګاه د پوهنتون څخه یوه محصل نن ټکی اسیا ته وویل چې د غټو ډزو اوازونه اوریدل کیږي، جګړه په شدت سره روانه ده، پوهنتون د استادانو له خوا رخصت شو.

د لښکرګاه یوه بل اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي ځواکونه یې ولیدل چې د جګړې له ډګره د وار خطائي په حالت کې تیښتي او ټانګونه چې هر خواته یې مخ وي، پر هغه مخه درومي. نوموړي وویل چې دولتي ځواکونو تر منځ هم آهنګي نشته ، قوماندې ته غوږ نه نیسي او هر لوری پر خپل سر کار کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان د ښار د نمرو سیمې ته ورسیدل او د چټک پرمختګ په حال کې دي.

نوموړی همداراز ویلي چې د بټ ون په نامه پوسته یې هم ونیول او مخ په وړاندي روان دي.

باید وویل شي چې تېره ورځ په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد د جګړې همغږي کوونکی اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان رسنیو ته وویل چې طالبان به ډیر ژر له ښار څخه پر شا وتمبوي.

د طالبانو یوه خبریال په تازه مرکه کې ویلي چې د نمرو په نامه سیمه کې د لښکرګاه په مرکز کې طالبان په جګړه بوخت دي او پر مخ روان ده.

#تازه: د نن ټکي اسیا یوه همکار وویل چې په ښار کې دننه دوکانونه او مارکیټونه تړلي، په فضا کې الوتکي ګرځي، دولتي ځواکونه هم سړکونو ته را وتلي دي.

lashkargah-bazar-1 lashkargah-bazar-2

طالبانو دغه مرکه په ټولنیزو پاڼو نشر کړی چې مونږ یې د لا زیاتو معلوماتو په خاطر د کتونکو سره شریکوو.

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.