يو دی چي سپاهي نه دی، خو وراخيستی يې دی، نو دابه څوک وي؟

عبدالمالک همت

دې ليکني ته په نن ټکي آسيا کي ” د امریکایانو غندنه هم د قوم پالنې په نوم رټل کېږي“ تر سرليک لانديد”بهیر افغان“ليکني وهڅولم.

يو ځوان چي واقعا مسلمان او پر هيواد مين او په عين حال کي ښه دراک او د آفاقي معلوماتو څښتن دی او د شرعياتو له پوهنځي هم فارغ دی زما سره له ډېر پخوا څخه راشه درشه او اخلاص لري.

څو ورځي مخکي دغه ځوان کور ته راغی او راته ويې ويل: د پښتون خوځښت په نامه جوړه سوې د ځوانانو ډله په پام کي لري د اکتوبر د اوومي د تېري د غندلو لپاره غونډه جوړه کړي. موږ د دې غونډي اجنډا او د وينا کوونکو د نومونو ليست ترتيب کړ، د ويناوالو په ډله کي ستاسي، صميم صاحب او… نومونه وه.  خو کوم چا چي د دې غونډي لګښت په انټر کانټيننټل هوټل کي پر غاړه اخيستی وو. زموږ څخه دغه ليست وغوښت او بدلون يې ورته ورکړ، ستاسي، صميم صاحب او … نومونه يې ځني ليري کړل. او د…. او …. او نورو خلکو نومونه يې پکښي راوستل. اوس موږ نه پوهيږو چي دا څنګه چل دی او څه وکړو؟ زه پوه سوم چي دغه کار چا د چا لپاره  يا د چا د خوشالولو لپاره کړی دی.(دغه کار دغه چي سپاهي نه دی، خو وراخيستی يې دی کړی دی). ماورته وويل چي زه خو په اکثرو غونډو او ټلويزيوني ناستو کي ګرسره ګډون نه کوم. زما د نوم ايسته کېده پروا نه کوي، خو دغسي غونډي دومري پيسې نه غواړي او له ناڅرګندو منابعو څخه هم بايد نه وي. بل هيڅ اړتيا نسته چي دغه غونډه دي په دغه هوټل کي وي. که زما منئ پيسې يې بيرته ورکړئ او غونډه په يوه ساده ځای کي جوړه کړئ، نه چي خدای مکړه پر تاسي ځوانانو چي پاکي او سپېڅلي موخي او هيلي لرئ،څه تور ونه لګيږي. د دغسي غونډو ځای لوکس په تېره بيا دولتي هوټلونه نه وي.

ځوان رخصت واخيست او ولاړ ….

دغه چا چي ددغي غونډي په ليست کي يې تصرف کړی وو، څه ليکني هم په ماپسي په بدل(مستعار) نامه کړي وې، خو ما سر نه وو په ګرځولي. کاشکي مي دا ځل هم سر نه وای په ګرځولی، ځکه زما نږدې انډيوال دی. خو خطاوتم او تليفون مي وروکړ، چي څه يې متوحه کړم. سړي ته چي مي خبره ورياده کړه لږ بل شانته سو، خو شاباس جرئت يې له لاسه ورنه کړ او ما هم نه غوښته چي د غار خولې ته يې ودروم. ده وويل:

”ماستا پر نامه خط نه دی راکش کړی. ما وويل چي دی دي د ليکني له مخي خبري وکړي“.

بس هماغه د درې شلي او شپېتو خبره يې وکړه. ما صرف دغومره ورته وويل چي لږ شاوخوا ګوره او څه احتياط کوه، هر څومري چي کوښښ وکړې او ځان مطرح کړې او بېخي حکمتيار هم سې بيا به هم په زرو حق او ناحق ښکنځل درته کيږی او که د کرزي او غني غوندي هم سې هم به په مليونونو ښکنځل درته کيږي او هم به په تاريخ کي په بد نوم يادېږې.

بيا خوشاله سوم چي غونډه وسوه، خو کاشکي د دې زړو سياستوالو پر ځای دغو ځوانانو خپل احساسات پکښي څرګند کړي وای. نه داچي غونډي د يوه تحلیلي کنفرانس بڼه اخيستې وای. موږ زړو هسي هم چندان خوند نه دي په کړی. بل کاشکي دغه غونډه پر څو تنو د بېلو بېلو مفکورو درلودونکو خلکو باندي محدوده نه وای. که د غونډي سالون له ځوانانو ډک وای ډېر به ښه وای. باید د غونډي د ځای پردېوالونو ښه ډېر ډول ډول شعارونه، کارتونونه او نور وای. او که يې په يوه ګوښه کي په دې پنځلسو کالو کي د اشغالګړو د جنايتونو يو نندارتون هم نندارې ته وړاندي سوی واي ډېر به ښه وای او… البته بيا هم وايم چي کاشکي په غونډه کي د پښتون خوځښت غړو ويناوي کړي وای. زه خو خوښېږم چي زموږ د هيواد باشعوره ، هيوادپال ځوانان تر هرڅه دمخه د علم او ټکنالوژۍ په ګېڼه ښه پسوللي وي. او بيا د دغسي غونډو جوړول، د ويناوو فن او نور ډول ډول اوسمهالي هنرونه او کارونه زده کړي او پرکټيس يې وکړي. او نور ځوانان د دغسي خوځښتونو او جوړښتونو ليکو ته ور جذب کړي. دا ځکه چي په دې د جهاد په کلونو کي زموږ هيواد د نالوستو ځوانانو لښکرو پر سر اخيستی دی او دا به په وروسته کي زموږ هيواد ته يوه لويه ستونزه وي.

په هر صورت لومړی دا ويل غواړم چي د پښتون خوځښت ځوانان دي خپل يووالي په ښه توګه وساتي او خپل سازمان ته دي ښه وده او پراختيا ورکړي او په کوچنيو خبرو پسي دي نه ګرځي.

زاتحاد مګس شهد شود پيدا ::: خدا چه لذت شيرين در اتفاق نهاد.

بل ګران بهير افغان ته زما د ورور ګلويني توصيه داده چي د پوهانو نيوکو او نصيحتونو ته که غوږ نه ږدئ ترخه ځوابونه هم نه دي ښه. زما په اند خو د دغسي کسانو قدر بايد وسي او خبرو ته يې غوږ کښېښوول سي. او بهتانونه پر ويل او زياتي خبري ورته ليکل خو بيا لويه ګناه ده. داچي پر جمعيت اصلاح  دي هم واری کړی دی، نه پوهېږم د دغه نيوکه کوونکي فرد په ګناه دي دغه ټول جمعيت ولي نيولی دی؟ ګوره زه د دغه جمعيت غړی نه يم او نه يې دفاع کوم، خو چي نه کار په هغه دي څه کار؟

ښه، اوس راځو دې ته چي آيا تاسي دغه چي سپاهي نه دی، خو وراخيستی يې دی،(يعني چي نوی د سياست کولو پرکټيس کوي او په رموزونو يې لا تر اوسه نه پوهيږو او هري خوا ته لاس اچول او غورځي پرځي يې خورا ګړندۍ کړي دي) دا مو وپېژندئ؟

زه يې نه درښيم، خو که مو د دغه متل چي وايي: ” سپاهي نه يم در اخيستی يې يم “ کيسه نه وي اورېدلې درته وبه يې کړم.

پخوا چي به چا د آس سورلي نه وه زده کړې او په اصطلاح اسپکی(آس سپوريا د آس د سپرلۍ ماهر) به نه وو او يا به يې سپاهيتوب([1]). نه وو زده  پر آس به نه سپرېدی، ځکه کېدای سوای غوځار کړی او خوږ کړی يې وای. خو يو وخت يو داسي څوک چي د آس سپرلي يې نه وه زده، يا به نوی پر راغلی وو، پر آس سپور سوی وو، خو آس سر ځني اخيستی وو او ده نه سوای کنټرولولای. آس خورا چټک ځغاستی او ده ځان ټينګ پوري نيولی وو. کله چي يو څوک په مخه ورغلی ده پر ور ناوري کړه : له مخي ليري سه، ځکه چي: ”سپاهي نه يم در اخيستی يې يم“.

=======

([1])-سپاهيتوب هغه دی چي د پوځ په ليکو کي یا د هغه دباندي يې د جګړې لپاره په پياده توګه يا د اس په سورلي د جګړې اساسات زده کړي وي. نو د چا چي به د آس په سورلي جګړه زده وه، هغه به د پوځ د سواره نظام سرتېری بلل کېدی. په دې اړه د انوري دې بيت ته پام وکړئ: برون نمی‌شود از گوشم آن حدیث و تو دانی ::: حدیث اسب نیاید برون
زگوش سپاهی.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.