مراد علي: د کندز د جګړې په پای ته رسیدو به ټول رازونه افشا کړم

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د لوی درستیز مرستیال او له تېر کال راهیسي په کندز او بغلان کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو عمومي قومندان جنرال مراد علي مراد ویلي چې د جګړې وروسته به د کندز د سقوط په اړه ټول رازونه افشا کړم.

نوموړي وروسته تر هغه دغه خبري کړي کله چې د کندز والي اسدالله عمرخېل پر نوموړی تور ولګوی چې د جګړې سم مدیریت یې نه دی کړی او د نوموړي کمزوری مدیریت ددې سبب شوی چې طالبان یو ځل بیا د کندز مرکز ته سقوط ورکړي.

نوموړي وویل چې جنرال مراد علي ددې پر ځای چې په ښار کې دننه د طالبانو مرکزونو باندي عملیات کړي وای، د ښار څخه په لیري پرتو سیمو کې عملیات په کار اچولي وه.
عمرخېل ویلي وه چې د اوسني حالت مسؤولیت هغو کسانو ته راجع دی چې د امنیت چاري ور له غاړي دي.

بل خوا د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم هم تېره شپه وویل چې ډېر ژر به د کورنیو چارو وزیر په ملتیا کندز ته سفر وکړي او هلته به لوی عملیات په لاره واچوي.

نوموړي هم د جنرال مراد علي پر مشرتوب نیوکه کړې او ویلي چې د په کندز کې د دولتي ځواکونو په قومانده کې ستونزي شته.

مراد علي ویلي چې کله د کندز اوسنۍ ستونزي پای ته ورسیږي، د ښار د سقوط اصلي عوامل به په ګوتو کړي او هغه کړۍ به افشا کړي چې په کندز کې د طالبانو سره مرسته کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.